Language

ناپيژانده وسله والو په پکتيکا کې يوه ښځه وژلى

ښرنه (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په سروضې ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو يوه ښځه په ډزو وژلې ده.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين وايې چې نن سهار د سروضې ولسوالۍ د سلطانو په سيمه کې د يوې ۳۸ کلنې ښځې جسد پيدا شوي چې په ډزو ويشتل شوې ده.

ده وويل چې د يادې پېښې عوامل ترسره نه دي څرګند شوي.

آرين دا هم وويل چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.

دغه راز د سروضې ولسوالۍ د روغتون يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې دوی ته د يوې ميرمنې جسد ور وړل شوی چې په ډژو ويشتل شوې ده.

login or register a new account.