ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرونا په فاریاب کې د ښځینه لاسي پلورونکو کار زیانمن کړی

کرونا په فاریاب کې د ښځینه لاسي پلورونکو کار زیانمن کړی

author avatar
1 Nov 2020 - 08:28
کرونا په فاریاب کې د ښځینه لاسي پلورونکو کار زیانمن کړی
author avatar
1 Nov 2020 - 08:28

ميمنه(پژواک،۱۱لړم ٩٩): په میمنه ښار کې لاسي پلورونکې وايي چې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو وروسته یې کار او عایدات ډېر کم شوي او ان ځينې ورځې د توکو له پلور پرته کورونو ته ځي، دوی له مسوولینو غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

په میمنه ښار کې لسګونه بې سرپرسته او بې وزله ښځې پر واټونو پر لاسي پلور او دوکاندارۍ بوختې دي او له دې لارې ځان او خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیداکوي.

یادو ښځو له پژواک سره د مرکې پر مهال وویل، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوې، د پلور کچه یې ډېره کمه شوې او ان ځينې شپې په وږې ګېډه ویدې کېږي.

دوی چې هره یوه د پنځه تر لس کسیزې کورنۍ نفقه برابروي وايي، که کرونا ویروس بیا خپور او ښار قرنطین شي دوی به له لوږې مړه شي.

د میمنې ښار اوسېدونکې لیلا وویل، په اووه کسیزه کورنۍ کې دا یوازینی کس دی چې کور ته ګټه راوړي او د خپلو اولادونو د نفقې د پیداکولو لپاره په اوونۍ کې دوه ځله په میمنه ښار کې د کورونو مستعمل توکي پلوري.

هغې زیاته کړه، د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې یې د بازار په هره ورځ تر ۲۰۰ افغانۍ ګټه کوله چې یوه اندازه کچالو، ډوډۍ او بوره یې اخیستل، خو د کرونا له ناروغۍ وروسته یې ډېری ورځې هېڅ توکي نه پلورل کېږي.

نوموړې وویل: (( له کرونا وروسته چې کله قرنطین پای ته ورسېد خلک بې پیسو شول او د پېر پر ځای تر اوسه مستعمل توکي پلوري.))

هغې زیاته کړه، حکومت او موسسې بې سرپرسته او اړمنو کسانو ته توجه نه لري، ټولې مرستې د وکیلانو او ملکانو په واک کې دي چې خپلو دوستانو ته یې ورکوي.

د پنځمې ناحیې اوسېدونکې شاه بي بي چې په میمنه ښار کې لاسي توکي پلوري وویل، مېړه یې ناروغ دی او د کورنۍ د ګټې کس یوازې زه یم.

نوموړې چې د خلکو د کورونو مستعمل توکي پېري او د میمنې ښار په بازار کې یې پلوري وویل، له کرونا ناروغۍ مخکې یې ښه عاید درلود، خو اوس یې ډېری ورځې هېڅ توکي نه پلورل کېږي ځکه د خلکو اقتصاد خراب شوی.

 هغې چې د غرمې ۱۲ بجې له پژواک سره مرکه کوله او د تنګ لاسۍ او کار د نه موجودیت له امله یې ستونی ډک و وویل: ((له سهار راهیسې دې راته حرامه وي چې یوه روپۍ کار مې نه دی کړی، وږې وم هغې ښځې لږ ډوډۍ راکړه ومې خوړله، حیرانه یم نن شپه څه وکړم؟ که د چا کور ته لاړه شم لومړی خو څه نه راکوي او وروسته وايي کرونا یې او کور ته د ننوتلو اجازه نه راکوي.))

دغه سپین سرې مېرمن هم د نورو لاسي پلورونکو ښځو په څېر د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي او وايي، د دولت مرستې تل د زورواکو په واک کې دي او هغوی يې خپل دوستان او د کورنۍ غړي په لېست کې شاملوي، که حکومت په عادلانه توګه مرستې وکړي اړتیا نشته چې په دغه عمر په سړه او ګرمه هوا کې مستعمل توکي وپلورم.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.