ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې له ټينګښت سره به د “روحاني بابا” زيارت په ستر مېله ځاى بدله شي

د سولې له ټينګښت سره به د “روحاني بابا” زيارت په ستر مېله ځاى بدله شي

author avatar
3 Nov 2020 - 11:56
د سولې له ټينګښت سره به د “روحاني بابا” زيارت په ستر مېله ځاى بدله شي
author avatar
3 Nov 2020 - 11:56

ګردېز (پژواک، ۱۳ لړم ۹۹): په پکتيا ولايت کې د روحاني بابا زيارت ته هر کال د هېواد له نورو سيمو څخه زرګونه کسان د دم او دعا ترڅنګ د تفريح لپاره ورځي، خو خلک وايي چې د سولې له ټينګښت سره به دا ځاى د هېواد په کچه پر ستر مېله ځاى بدل شي.

روحاني بابا سيمه چې پخوا د پکتيا د لويې ولسوالۍ زرمت برخه وه، په دې وروستيو کې د ولسوالۍ درجه ورکړل شوې، خو تر اوسه غير رسمي ولسوالۍ ده.

د روحاني بابا زيارت پر يوه طبيعي ښکلا لرونکې غونډۍ پروت دی چې ډېری خلک دغه زيارت ته په عقيدت قايل دي او د روحانيونو له ډلې يې ګڼي.

خلک وايي چې که په هېواد کې سوله ټينګه شي، په دغه سيمه کې امنيت راشي او ور غځېدلی سړک يې جوړ شي، نو دا ځای به د هېواد په کچه يو مهم او لوی تفريحي ځای وي.

يادې سيمې ته له پکتيکا، غزني، زابل ، کندهار او د هېواد له نورو سيمو څخه خلک د دم او دعا لپاره ورځي.

د سيمې ځينې اوسېدونکې وايي چې روحاني بابا د کندهار د بي بي نېکبختې زوی و، خو ځينې نور بيا وايي چې نوموړی د پکتيکا له ارګون څخه دې ځای ته ورغلی و.

د روحاني بابا زيارت يو تن منجور عبدالله وايي چې دا زيارت شاوخوا اته پېړۍ مخينه لري او ګڼ شمېر خلک ورته د دم لپاره ناروغان راولي او هم نذرونه کوي.

عبدالله پژواک ته وويل: ” روحاني صاحب ۸۵۰ کاله مخکې وفات او دلته خښ شوی دی، ما يې تاريخ له هندوستانه راوړی. زه دلته د روحاني صاحب لنګر چلوم او خلکو ته دا پتاسې، مالګه او وچ چای ورکوم؛ د خدای په فضل جادو ختموم، پيريان لرې کوم او نور دمونه کوم. “

د هغه په وينا، اوس هم هره مياشت د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه سلګونه کسان دلته راځي، خو که چېرې په هېواد کې سوله رامنځته او امنيت ټينګ شي، نو بيا به په هره مياشت کې زرګونه کسان دې زيارت ته راشي.

عبدالله په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعا کوي او له حکومته غواړي چې د خلکو د ستونزو د هواري او اسانتيا لپاره د روحاني بابا د زيارت سړک پوخ کړي.

د روحاني بابا ولسوالۍ يو اوسېدونکی ملک محمدالله روحاني وايي چې دې زيارت ته له پکتيا سربېره د ډېرو لرې ولايتونو خلک ورځي او ډېر ناروغان يې په وسيله ښه شوي دي.

هغه پژواک ته وويل: ” شِفا خو خدای ورکوي، خو بزرګان او اوليا يې وسيله ګرځي؛ دلته يې داسې خلک راوستلي چې په ځنځيرونو تړلي وو، ډېر مريضان و او مشکل به يې لاره، خو بېرته په خپلو پښو او روغ تللي دي؛ ان له خارج څخه هم خلک ورته راغلي دي. “

سميع الله چې له غزني ولايت څخه يې خپل ناروغ روحاني بابا ته د دم او دعا لپاره راوړى و، پژواک ته وويل چې د دوى کورنۍ له کلونو راهيسې دلته خپل ناروغان راولي.

ده زياته کړه: ” اوس يې لاره خرابه ده، د نا امنيو وېرې هم وي، خو که خداى هېواد کې سوله راولي، نو نه يواځې موږ بلکې ډېرى هېوادوال به له کومې ستونزې پرته روحاني بابا ته د دعا او سيل لپاره راځي. “

د دعا او دم ترڅنګ ګڼ شمېر دې ښکلې سيمې ته د سيل او چکر لپاره هم ورځي.

دې ځای ته د راغلو سيلانيانو له ډلې ګل ولي وايي چې ځينې وخت له ملګرو سره د ورځې يا د شپې له خوا دې ځای ته د تفريح په موخه ورځي او ځان ته خواړه برابروي.

هغه وايي: ” چکر ته راغلي يو، دا ځای ډېره طبيعي ښکلا، باغونه او اوبه لري.  اوس لګيا يو، دېګ کوو چې د خوراک لپاره يو څه برابر کړو. په دې ناامنه حالاتو کې هم چې دومره زيات خلک راځي، فکر وکړئ چې که دا ځای امن شي او سو له راشي، څومره زيات خلک به راشي. “

د روحاني بابا زيارت د ور څېرمه کلي اوسېدونکی محمد رسول وايي ځينې وخت د سيلانيانو شمېر دومره زيات وي چې ان د ځايېدو او پاتې کېدو لپاره يې د ځای له نشتوالي سره مخ کېږي.

رسول زياته کړه: “په پسرلي، اخترونو يا ځينو نورو وختونو کې دومره زيات خلک راځي چې د يوه کلي په حجرو کې هم ځای نه وي. زما د يو ملګري کور له دې ځايه ډېر لرې د زرمت پر لوري دی، هلته د شپې يوه بجه خلک ورغلي وو ورته يې ويلي وو، چې نه په زيارت کې ځای و او نه په شاوخوا کليو کې، صرف د ويده کېدو ځای راکړه. “

د نوموړي په وينا، خداى دې په هېواد کې سوله راولي چې خلک دعا او چکر ته له کومې ستونزې او وېرې پرته روحاني بابا ته سفر وکړي.

د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد عارف الله حقپرست وايي چې د روحاني بابا د شجرې په اړه تر اوسه دقيقه څېړنه نه ده شوې، خو د شته معلوماتو پر اساس يې ريښه د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته رسېږي.

هغه پژواک ته وويل چې دې سيمې ته د روحاني بابا د راتګ انګېزه هم نه ده معلومه، خو دلته لومړی يوازې د نوموړي مقبره وه او د اولاد له مېشتېدو وروسته نور قبرونه هم زيات شوي دي.

حقپرست وايي: “دا ځای په هغه خپل طبيعي شکل او د خلکو په دوديزه کرونده ښکلی دی، که دلته په حکومتي سطحه کار او سرمايه ګذاري وشي، فکر کوم په ټول زون او د افغانستان په سطحه به په مهم زيارتي او سياحتي ځای بدل شي. “

د روحاني بابا د نوې غير رسمي ولسوالۍ ولسوال دادالله هوتک هم روحاني بابا زيارت د سياحت لپاره مهم ځای بولي او ټينګار کوي چې که د اړوند لوړ پوړو چارواکو له خوا په سيمه کې د امنيت ټينګولو په برخه کې ورسره په ګډه کار وشي، نو په پکتيا کې به بې ساري سياحتي او زيارتي ځای شي.

هوتک زياته کړه: “په هېواد کې د سولې د تامين او د حالت په ښه کېدو، د ولسوالۍ د پرمختيا او جلب توجه لپاره مو دا کار په لومړيتوب کې دى. “

ده پژواک ته وويل چې په هېواد او دې سيمه کې د سولې تر تامين وروسته به دلته د خلکو تګ راتګ زيات شي، کاروبار به وغوړېږي او د سيمې د خلکو اقتصاد به ورسره وده وکړي.

د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ رييس صلاح الدين سليس هم ياد زيارت د يو روحاني شخصيت ګڼي او وايي چې خلک د دې سيمې ليدو ته ډېر لېوال دي، خو د ناامنيو له امله لا هم ګڼ شمېر خلک نه شي ورتلی.

هغه زياتوي: ” په پوره ډاډ او يقين سره ويلی شم که سوله او امن وي، نو روحاني بابا ته به د اوس په نسبت لس چنده زيات خلک ورشي، هلته به خلک دوکانونه او نور ځايونه جوړ کړي او ډېرو خلکو ته به د کار زمينه هم په کې برابره شي.”

ځايي مسوولين وايي، د روحاني بابا سيمه تر يو نيم کال وړاندې پورې د زرمت ولسوالۍ برخه وه او لا يې هم ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، چې له دې امله په کې د بيارغونې او پرمختيا کارونه نه دي شوي.

پژواک د  ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.