ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توحیدي: رسنۍ د ارزښت له اړخه د سولې په بهیر کې له لویې ننګونې سره مخ دي

توحیدي: رسنۍ د ارزښت له اړخه د سولې په بهیر کې له لویې ننګونې سره مخ دي

author avatar
5 Nov 2020 - 18:55
توحیدي: رسنۍ د ارزښت له اړخه د سولې په بهیر کې له لویې ننګونې سره مخ دي
author avatar
5 Nov 2020 - 18:55

کابل (پژواک، ١٥لړم ٩٩): د خبریالانو خوندیتوب کېمټه د سولې په بهیر کې په رسنیو کې د ښځو ګډون، د رسنیو د کار دوام او بیان ازادي د اندېښنې وړ بولي او وايي، د سولې په بهیر کې باید د بیان ازادي وساتل شي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې مسوول صدیق الله توحیدي نن د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د خلاصون نړیوالې ورځې او د سولې په بهیر کې د بیان ازادۍ په مناسبت په کابل کې جوړې شوې ناستې ته وویل، رسنۍ د ارزښت له اړخه د سولې په بهیر کې له لویې ننګونې سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ باید د بیان ازادۍ په برخه کې د لاسته راوړنو ساتلو لپاره د رسنیو، مدني ټولنو، خلکو او دیني عالمانو انسجام ولرو.))

توحیدي وویل، د خبریالانو خوندیتوب کمېټه په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۰ موارد ثبت کړي چې په دې کې څلور قضیې د وژنې، ۷۰ موارد د وهلو ټکولو، ګواښ او سپکاوي او شپږ نور د اختطاف موارد دي.

د ده په خبره، له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۵ پورې له ټولو ۱۶۰۰ دوسیو څخه ۴۰۱ نه دي څېړل شوې؛ ځکه د قضیې د دواړو لورو په وسیله حل شوې خو پاتې ۱۱۹۹ نورې تعقیب او څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه، که څارنوالي پر وخت ځواب ورکوونکې وي او د بښنې فرهنګ نه وي نو د تاوتریخوالي کچه کمېږي.

توحیدي پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، د ویاندویانو ترمنځ اطلاعاتو ته نه لاسرسی یو فرهنګ جوړ شوی، هغه کسان چې د ویاند په توګه ټاکل کېږي خپلې ادارې په اړه لازم معلومات نه لري.

هغه زیاته کړه: ((کله چې د تاوتریخوالي په قضیو کې پولیس سرغړونه کوي نو لوړپوړي دولتي چارواکي نفوذ کوي. که مجرم ته پر وخت جزا ورکړل شي د تاوتریخوالي کچه کمېږي.))

د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر د بیان ازادي په افغانستان کې د رسنیو ستره لاسته راوړنه وبلله او وویل: ((له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۰ میلادي کاله زموږ یوازینۍ لویه لاسته راوړنه د بیان ازادي ده، موږ له خپل دغه ویاړ ساتنه کوو، موږ شاتګ نه لرو او دغه لاسته راوړنې نه یوازې ساتو بلکې تر دې په ډېر باور او ښه کېدو به یې مخته وړو.))

د بشري حقونو کمېسیون رییس شهرزاد اکبر په دې ناسته کې وویل، د بښنې کلتور پای ته رسول په افغانسان کې اطلاعاتو ته لاس رسی پر واقعیت بدلوي.

هغه زیاته کړه: ((د سولې په خبرو کې باید د بیان له ازادۍ په استفاده په بشپړ جدیت عمل وشي.))

په «افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې» (نی) مسوول عبدالمجیب خلوتګر د راپور ورکولو په برخه کې پر محافظه کارۍ تورنوي وویل، پر کابل پوهنتون د برید قربانیان او ټپيان د حکومت لخوا تر اعلان شوو شمېرو ډېر زیات دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.