ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسناد: طالبانو په هرات کې د پاشدان بند د کار د بندولو ګواښ کړى

اسناد: طالبانو په هرات کې د پاشدان بند د کار د بندولو ګواښ کړى

author avatar
7 Nov 2020 - 20:45
اسناد: طالبانو په هرات کې د پاشدان بند د کار د بندولو ګواښ کړى
author avatar
7 Nov 2020 - 20:45

هرات (پژواک، ١٧لړم ٩٩): ترلاسه شوي اسناد ښيي، طالبانو هرات کې د پاشدان بند کارکوونکو ته ګواښ کړی چې کار دې بند کړي.

د هغو اسنادو له مخې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي، طالبانو د پاشدان بند مسوولینو ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې له طالبانو سره د دغه بند د پروژې تړون نه دی شوی نو ځکه یې باید کار بند شي.

په دغه مکتوب کې د کرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي ولسوال په حواله لیکل شوي، که د دوی امر ونه منل شي نو د پاشدان بند سرتېري، موټر چلوونکي او انجنیران به خوندي نه وي.

د پژواک د نورو ترلاسه شوو اسنادو له مخې، طالبانو وروسته له هغې د پاشدان بند کارکوونکو ته ګواښ کړی چې یادې ډلې د پاشدان بند له مسوولینو د لسمې«ده یک» حق غوښتنه کړې او کله چې د یاد بند مسوولینو د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې نو طالبانو د بند کارکوونکو ته ګواښ کړی دی.

د بند د پروژې د امنیتي وضعیت په راپور کې چې د پاشدان بند د پروژې د رییس محمد عارف اڅکزي لخوا لاسلیک شوی راغلي، له څو ورځو راهیسې طالبان د پاشندان بند په نږدې کلیو کې تګ راتګ کوي او د دغې ډلې کسان په عملي ډول د پاشندان بند په نږدې کلیو (چهار برجک، ابګرمک، مورچه خوان، خیراباد، سرخ رود، چغماق، عنبر جنده خوان، علي افغان، رباط سرخ، صالح اباد، دیزک) کې تګ راتګ لري او د دغه بند پر امنیتي سرتېرو فشار راوړي.

په یادو سندونو کې راغلي، د پاشدان په پروژه کې۱۷ هندي انجنیران، یو اوکرایني انجنیر، ۱۵۰ داخلي انجنیران، ۸۰۰ کاریګر، ۴۰۰ کوچني او لوی موټر کار کوي او که د دغه ګواښونو مخه ونه نیول شي د دغه ډلې کسان به پر پاشندان بند فشار وارد کړي.

په دغه سند کې راغلي، د پاشدان بند د جوړولو کارونه اوس حساسې مرحلې ته رسېدلي او که پر یاد بند کوچنی برید هم ترسره شي نو کارونه به یې بند شي.

په ورته وخت کې په هرات کې د هریرود حوزې رییس انجنیر سیدحسن فضلي پر دغه بند د طالبانو ګواښ تایید کړ او پژواک ته یې وویل، د دغو ګواښونو له امله د پاشدان بند چارې نه دي بندې شوې.

د هغه په خبره، د طالبانو د وروستیو ګواښونو په اړه یې ولایت مقام ته هم خبر ورکړی او سیمه ییزه ادارې په دې اړه اقدامات ترسره کړي دي.

هغه زیاته کړه، ترڅو چې شرایط ممکن وي د پاشدان بند چارې به روانې وي.

هغه زیاتوي چې تر اوسه د پاشدان بند ۵۰ سلنه چارې پرمخ تللې او اوس هم پرې شدید کار روان دی.

د هرات د ولایتي شورا غړي غلام حبیب هاشمي هم پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې نه یوازې د بند، بلکې د هرات په بېلابېلو سیمو کې له ټولو رغنیزو پروژو د لس سلنه حقونو غوښتنه کړې ده.

خو هغه وویل، د پاشدان بند پروژه یوه ملي پروژه ده چې د امنیت د خوندیتوب لپاره یې د عامه ساتنې یو لوی کنډک ځای پر ځای شوی او باید د طالبانو له دغه ګواښونو وېره ونه لري.

هغه زیاته کړه، که چېرې د عامه ساتنې د کنډک چارواکي له دغو ګواښونو ډارېږي، باید له دندو استعفا وکړي؛ څو یو بل څوک چې له دغو ګواښونو نه ډارېږي، دلته کار وکړي.

دغه راز هغه په ښار او ولسوالیو ته په نږدې کلیو کې د طالبانو شتون تایید کړ او وې ویل چې حکومت باید د دوی د ځپلو لپاره پلان جوړ کړي.

نوموړي وویل، د طالبانو ګواښ او له ټولو پروژو څخه د دوی حق غوښتل موجود دي او حتی څو ورځې وړاندې طالبانو د ۱۳ مې ناحیې په اسحاق سلیمان سیمه کې د دوو پلونو له جوړونکو څخه د لس سلنه حق غوښتنه کړې ده؛ ان پر دغه  پروژه يې صوتی بم غورځولی دی؛ خو د سیمې خلک د طالبانو په وړاندې ودرېدل او طالبانو ته یې هېڅ حق ورنکړ او اوس مهال د دغې پروژې کار په چټکتیا سره روان دی.

د هرات اوسېدونکو هم د سترو ملي پروژو پر وړاندې د طالبانو د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په حکومت یې غږ وکړ چې د طالبانو ګواښ دې ساده نه ګڼي او د پاشدان بند شاوخوا کلیو کې دې د یادې ډلې د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي.

د هرات یوه اوسېدونکي سید مسعود پژواک ته وویل:«د پاشدان بند د ټول ملت سرمایه ده، دا د هرات د خلکو لپاره تفریحي ځای دی او خلک اجازه نه ورکوي چې طالبان د دغه بند کار ودروي او له دولته هم غواړو چې په کرخ ولسوالۍ کې د طالبانو د پاکولو لپاره عملیات ترسره کړي.»

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې د لویو رغنیزو پروژو د کار پرمختګ په ځانګړې توګه د پاشدان بند د امنیت خوندي کول د سیمه ییزې ادارې لومړیتوب دی.

 

هغه وايي، د پاشدان بند د امنیت د ټینګښت لپاره نه یوازې د امنیتي ځواکونو یو لوی کنډک ځای پرځای شوی، بلکې خلک هم د دغه بند ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، ځینې ډلې او کړۍ هڅه کوي د منفي تبلیغاتو له لارې د پاشدان بند جوړولو کار ګډوډ کړي؛ خو امنیتي ځواکونه او سیمه ییزه اداره دغه بند ته د کوم ګواښ اجازه نه ورکوي.

پژواک په دې اړه د طالب ویاند ذبېح الله مجاهد نظر وغوښت؛ خو هغه ځواب ورکولو ته حاضر نه شو.

خو طالبانو مخکې پژواک ته تایید کړې ده چې دوی له یو شمېر پراختیایي پروژو پیسې اخلي او هغه مهال د کار اجازه ورکوي چې کله د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اجازه پاڼه له ځان سره ولري.

د پاشدان بند د هرات ښار ختیځې برخې ته په شل کیلو مترۍ کې په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.

 

د پاشدان بند د رغولو چارې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې او ټاکل شوې وه په شاوخوا درېیو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ خو په تېرو کلونو کې د بېلا بېلو لاملونه له امله د هغه د جوړولو چارې څو ځله ودرېدې او سستې روانې وې.

د ځایی چارواکو په وینا، پاشدان بند چې د درېیو (کرخ، سیاه اب او سېراب) سیندونو له ګډېدو څخه جوړېږي؛ د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې له ګټې اخیستنې وروسته به د ۱۳ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او ۲ مېګاواټه برېښنا د تولید سربېره، د هرات اوسېدونکو لپاره د ساتېرۍ مناسب ځای هم برابر کړي.

په داسې حال کې چې ځینې ګاونډي هېوادونه د څښاک اوبو د سرچینو له سخت کمښت سره مخ دي، د دغې پروژې یوه تر ټولو مهمه ګټه د اوبو ذخیره کول او اداره کول دي.

سربېره پردې، د هرات ښار سره د نږدې والي له امله کېدای شي پاشدان بند له ګټې اخستنې وروسته په یوه تفریحي ځای بدل شي او له اقتصادي پلوه ګټور وي.

په هرات کې د سلما بند (د افغانستان او هند د دوستۍ بند) ګتې اخیستنې ته له سپارلو وروسته؛ اوس د هېواد د لوېدیځو ولایتونو خلک په هرات کې د تېرپل، پاشدان او کفګان او دغه راز په فراه او نمیروز کې د بخش اباد او کمال خان بندونو ګټې اخیستنې ته په تمه دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.