منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال په ننګرهار کې د جلغوزو حاصلات ۳۸ سلنه ډېر شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٨ لړم ۹۹): د ننګرهار د کرنې اداره وايي چې سږ کال يې د دغه ولايت د هغو غرنيو سيمو اوسېدونکو ته فني وسايل وېشلي چې جلغوزو راټولوي، له همدې امله یې د جلغوزو حاصل ۳۸ سلنه ډېر شوي دي.

مسوولين وایي، کروندګرو ته يې دا وسايل د کوکنارو د نه کښت په بديل ورکړي او ټاکل شوې دا لړۍ په راتلونکي کې نورو هغو سيمو ته هم وغځول شي چې د جلغوزو سربېره په کې چارمغز هم کېږي.

د جلال اباد ښار اړوند فارم هډې سيمه کې سوداګر له ولسواليو جلغوزي راوړي او دلته يې په کاريګرو پاکوي چې مېوه يې مالک او پاتې تش وږی يې همدا کاريګر په مزد کې اخلي.

د جلغوزو کاروباريان وايي چې له چين سره د سوداګرۍ د پراختيا له امله د جلغوزو نرخونه لوړ شوي او دوی ته د پخوا په پرتله ښه عوايد په لاس ورځي.

رحيم الله چې د جلغوزو کاروبار کوي وايي: ((له چين سره له قرارداد وروسته زموږ کاروبار ښه شوى او د جلغوزو نرخونه هم لوړ شوي.))

د ننګرهار د کرنې رياست له لوري سږ کال د هغو غرنيو سيمو پر اوسېدونکو د جلغوزو راټولولو فني وسايل وېشل شوي چې پخوا يې خپلو ځمکو کې کوکنار کرل.

دوی وايي، دا مرسته د دې سبب شوې چې خلک خپلو سيمو کې کوکنار ونه کري او ورسره د جلغوزو حاصلات هم لوړ شي.

د ننګرهار د کرنې رييس  انعام الله ساپي پژواک اژانس ته وويل: ((په هغو ولسواليو کې چې هلته کوکنار کرل کېدل يا اوس ليوالتيا لري يخې سيمې دي هلته غواړو په چامغزو باندې کار وکړو او د جلغوزو له کاروباريانو او ځنګلدارانو سره هم مرسته وکړو.))

چارواکي وايي، د فني وسايلو د وېش او په دغه ولايت کې د امنیتي ساحې پراختیا له امله د جلغوزیو په حاصلاتو کې سږ کال ۳۸ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، په اتو ولسواليو کې له ۱۱زره هکتاره پر زياته ځمکه باندې د جلغوزو طبيعي ځنګلونه شته چې هر کال سلګونه ټنه حاصلات ورکوي.

هغه زياته کړه: ((د جلغوزو حاصلاتو کې د اټکل له مخې ۳۸ سلنه زياتوالی راغلی چې لامل يې هم د امنيتي ساحو پراخوالی او د جلغوزو کاريګرو ته د کرنې رياست له لوري د فني وسايلو ورکړه ده.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په ننګرهار کې د جلغوزو توليدات ۴۵۵ ټنه وو چې سږ کال به تر ۶۲۶ ټنو زيات شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر کال چين ته د هوايي دهلېز له لارې زر ټنه جلغوزي صادر شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان جلغوزي په نړیوالو بازارونو کې ډېر غوښتونکي لري، له همدې امله دغه وزارت له نورو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو جوړېدو په لټه کې دی.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې دم‎ګړۍ د افغانستان په بازارونو کې د هر کیلوګرام جلغوزو بیه تر درې زره افغانیو رسېږي.

د کرونې وزارت چارواکي وایي، سږ کال د جلغوزو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات دي او د اټکل له مخې په ټول هېواد کې به ٢٥زره ټنه حاصلات ولري.

د افغانستان د پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او کابل ولایتونه د جلغوزو تولید کې نوم لري او د چین بازارونه یې په خپل واک کې راوستلي دي.

د جلغوزو ټولنه وایي، د دوی د وړاندوینې له مخې به سږ کال یواځې په خوست ولایت کې تر ۱۸زره او ۶۰۰ ټنه زیات جلوزي تولید شي.

د افغانستان او چین خصوصي برخو د قرارداد له مخې به سږ کال هم د هېواد جلغوزي د هوایي دهلېز او حیرتان بندر له لارې چین ته انتقال شي.

چین د افغانستان د جلغوزو تر ټولو عمده بازار بلل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه