ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیې وزارت ۱۵ ورځو کې څه باندې اووه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

مالیې وزارت ۱۵ ورځو کې څه باندې اووه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

author avatar
9 Nov 2020 - 15:14
مالیې وزارت ۱۵ ورځو کې څه باندې اووه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي
author avatar
9 Nov 2020 - 15:14

کابل(پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): د افغانستان د مالیې وزارت د لړم له لومړۍ تر ۱۵ مې نېټې، اووه میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او له دې سره روان مالي کال کې تراوسه د ټولو عوایدو کچه نږدې۱۴۲.۷ ميلیارده افغانیو ته رسېدلې ده. 

د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۹۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارد او ۱۸۶ میلیونه افغاني له مالیاتي عوایدو، یو میلیارد او ۷۵۷ میلیونه افغانۍ له غیرمالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده او ۸۳۱ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو تر لاسه شوې دي.

سرچینه لیکي چې د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه ټول ۱۴۲ میلیارده او ۶۸۵ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. د افغانستان مالي کال د لیندۍ په وروستۍ نېټه پای ته رسيږي.

یاد راټول شوي عواید په داسې حال کې دي چې حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره ۴۵۲ میلیارده عادي او پراختیايي بودجه په پام کې نیولې او د تصویب لپاره یې ملي شورا ته استولې ده. 

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال له پیل څخه د لړم میاشتې تر ۱۷ مې نېټې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ (۵۷.۶٪) پراختیایې بودیجه او ۲۲۱ میلیارده او ۷۳۱ میلیونه افغانۍ (۷۳٪) عادي بودیجه لګول شوې او د ټولې لګول  شوې بودیجې سلنه ۶۷ ته رسيږي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.