ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کرنې د ودې لپاره خصوصي سکټور پانګونې ته هڅول کېږي

ننګرهار کې د کرنې د ودې لپاره خصوصي سکټور پانګونې ته هڅول کېږي

author avatar
9 Nov 2020 - 17:22
ننګرهار کې د کرنې د ودې لپاره خصوصي سکټور پانګونې ته هڅول کېږي
author avatar
9 Nov 2020 - 17:22

جلال اباد (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): د ننګرهار د کرنې رياست وايي، هڅه يې پيل کړې چې پانګوال او مرستندويې ټولنې له بزګرانو او بڼوالو سره د کرنيز سکتور د ودې لپاره مرستې او پانګونې ته وهڅوي.

د کرنې ادارې په همدې موخه د لړم په ۱۹مه په جلال اباد ښار کې د کرنې او مالدارۍ پانګونې په ملاتړ دوه ورځنی کنفرانس هم پرانيست چې په کې د کرنې وزارت، ننګرهار ولایت چارواکو، سوداګرو، مرستندويه ټولنو پر استازو سربېره په کې ګڼو مالدارانو، باغدارانو او کروندګرو برخه اخیستې ده.

د کرنې رياست وايي، په دغه کنفرانس کې به سوداګرو ته په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې فرصتونو په اړه معلومات ورکړل شي او وبه هڅېږي چې په دې برخه کې خپله پانګونه وکړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي چې په دغه کنفرانس کې يې خبرې کولې، وويل، په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به د کرنې په برخه کې د دولتي، خصوصي او مرستندويه ادارو مسوولين په کرنيز سکتور کې شته ستونزې او غوښتنې معلومې کړي.

دی وايي، د دغو ستونزو په حل کې به يې لازم اجراات ترسره شي او هم به سوداګر، د کرنې وزارت، مرستندويې ټولنې او پانګه اچوونکي وهڅېږي چې په دې برخه کې پانګه اچونه وکړي او له کروندګرو، باغدارانو او مالدارانو سره مرسته وکړي.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل خوښي وښوده چې د کرنيز سکتور ودې او پانګونې ملاتړ په موخه دولتي، کورنۍ او بهرنۍ ادارې د ستونزو حل په موخه راټولې شوې دي.

امرخېل وويل چې افغانان فقر ځپلي او داسې پروګرامونه چې په هغو کې د کاروبار پيدا کولو، حلالې نفقې ګټلو او يو فاميل ته د ډوډۍ ورکړې زمينه برابرېږي، مهم دي او بايد په دې برخه کې زياته پاملرنه وشي.

نوموړي خصوصي سکتور له لوري د شنو خونو په جوړولو، حصارشاهي صنعتي پارک کې د لمريزې برېښنا زمينې په برابرېدو، د ماليې پر کمولو، د سوداګرو امنيت خونديتوب او په کرنيز سکتور کې په ګڼ شمېر نورو سهولتونو رامنځته کېدو ډاډ څرګند کړ.

د ننګرهار ولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر په تېر او اوس کې د کرنې په برخه کې معلومات وړاندې کړل او له مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د کرنې په برخه کې لازم فرصتونه رامنځته کړي.

هغه نيوکه وکړه چې لا هم د ننګرهار په څېر کرنيز ولايت کې خلک د خپلې سيمې غنم، جوار او نور سبزيجات په پوره توګه نه شي ترلاسه کولی او له نورو سيمو دلته راوړل کېږي.

د ياد کنفرانس په دويمه برخه کې د کرنې او مالدارۍ برخو ملاتړ کوونکو ادارو د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، د مالي او تخنيکي ملاتړ په برخه کې يې د کرنيز سکتور کاروباريانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.