ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې له ۴۳ شرکتونو سره د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګونې تړونونه لاسليک شول

ننګرهار کې له ۴۳ شرکتونو سره د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګونې تړونونه لاسليک شول

author avatar
10 Nov 2020 - 16:57
ننګرهار کې له ۴۳ شرکتونو سره د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګونې تړونونه لاسليک شول
author avatar
10 Nov 2020 - 16:57

جلال اباد (پژواک ۲۰ لړم ۹۹): د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د ۴۳ شرکتونو او مرستندويه ادارو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې او مالي ملاتړ تړونونه لاسليک شول.

د دې تړونونو له مخې به د کرنې برخه کې فعالې يو شمېر مرستندويه ادارې او شرکتونه د کرنې برخه کې پانګونه کوي او دغه راز به خلکو ته د کاري زمينو برابرولو سربېره د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د لوړوالي لپاره هم کار کوي.

دا تړونونه ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ د ملاتړ په تړاو د جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس په پای کې وشول.

د ننګرهار د کرنې ريييس وويل، د دې کنفرانس موخه هم د کرنې او مالدارۍ برخه کې سوداګر پانګونې ته هڅول و چې ۴۳ شرکتونو او پانګوالو ترمنځ يې پایله کې قرارداد لاسليک شو.

هغه زياته کړه: ((موږ هيله مند يو چې نږدې راتلونکي کې به د دغو ګرانټونو تر قبلېدو وروسته عملي چارې پيل او په دې سره به د کرنې سکټور په برخه کې د بسته بندۍ، مارکېټ، توليد او حاصل په راټولولو کې پراخ سهوليتونه برابر شي.))

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وويل، دا ډول پروګرامونه کولی شي چې د اقتصاد کچه لوړه، خپل توليدات او حاصلات ډېر او خلکو ته د کار زمينې برابرې کړي.

هغه زياته کړه: ((افغان حکومت په اوس وخت کې د جګړې په مهار او سولې په مذاکراتو بوخت دی خو که سوله راشي، نو شونې ده چې د کرنې برخه کې د اسانتياوو په رامنځته کولو سره هېواد په خپل اقتصاد بسيا شي.))

رياض محمد رودوال چې په ننګرهار کې د شاتو مچيو د روزونکو اتحاديې مشر دی، وايي نن يې په دغه ځای کې تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د دوی کار ته مارکيټ پيدا کېږي، د حاصلاتو پلور به يې زياتېږي او خلکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

اتمر مومند بيا له يوې مرستندويه ادارې سره د کبانو د روزنې د فارم جوړولو قرارداد لاسليک کړی، دی هم هيله مند دی چې د دغه فارم په جوړېدو سره به ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.