ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو د ګواښلو او وژلو لامل شوی”

“معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو د ګواښلو او وژلو لامل شوی”

author avatar
12 Nov 2020 - 16:01
“معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو د ګواښلو او وژلو لامل شوی”
author avatar
12 Nov 2020 - 16:01

کندهار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د کندهار خبریالان وايي، معلوماتو ته یې لاسرسی محدود شوی او دا چاره د هغوی د ګواښلو، تهدیدولو او ان وژلو لامل شوې ده.

په دې اړه نن (د لړم ۲۲مه) د سوېلي زون د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې/ نی په دفتر کې یوه خبري غونډه جوړه شوې وه چې د ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو، د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو استازو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو ګډون په کې کړی و.

د غونډې پر مهال په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د وژلو خبر هم تر خبریالانو ورسېد چې ټول یې سخت ودردول او د هغه اروا ته یې په ګډه دعا وکړه.

د غونډې برخه والو د الیاس داعي وژنه پر سختو ټکو وغندله او له حکومته یې د دې پېښې اړوند سپیناوی وغوښت.

په سوېل کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر سمیع غیرتمل وویل، له بده مرغه په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې ستونزې ډېرې شوې چې یوه یې معلوماتو ته نه لاسرسی دی.

هغه زیاته کړه، د امنیتي پېښو پر مهال له خبریالانو سره معلومات نه شریکېږي او حکومت په دې برخه کې له ژمنو پرته بل ګام نه دی اخیستی.

د ده په خبره، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت د خبریالانو د ګواښلو، تهدیدولو او وژلو سبب شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې اړوند ارګانونه باید د پېښو پر مهال له خبریالانو سره د معلوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي.

د دې ترڅنګ غیرتمل یادونه وکړه چې اړوندې ادارې د خبریالانو د امنیت په ساتنه کې هم پاتې راغلې دي.

هغه په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي یاد کړ چې همدا نن یې پر موټر د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ژوند بایلود.

د کندهار پریس کلب مشر جاوېد تنویر وویل، معلوماتو ته نه لاسرسي خبریالان په کاري برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

ده زیاته کړه، خبریالان باید د نافذه قوانینو له مخې نه یوازې معلوماتو ته لاسرسی ولري، بلکې د یوه بې پرې ادرس او د ولس د رښتینو استازو په توګه یې باید کار ته درناوی وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.