ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان وژل شوی

په سمنګان کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان وژل شوی

author avatar
12 Nov 2020 - 12:08
په سمنګان کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان وژل شوی
author avatar
12 Nov 2020 - 12:08

ایبک (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): طالبانو د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان وژلی دی.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول څارمن منیر حیمي وویل، د قوماندان قندو په نوم د ولسي پاڅون کوونکو مشر تېره شپه اته بجې د طالبانو له خوا ووژل شو.

هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو د سمنګان د مرکز ایبک ښار په منګتاش کلي کې د دغه قوماندان پر کور برید کړی، نوموړی یې وژلی او د هغه وسله یې له ځان سره وړې ده.

د یاد کلي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو لخوا د یاد قوماندان وژل کېده تایید کړل او ویې ویل: ((قندو مخکې د طالبانو قوماندان و او وروسته یې وسله پر ځمکه کېښوده او د دې ډلې له ملاتړ یې لاس واخیست، خو په دې وروستیو کې یې بیا وسله پورته کړه او د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان په توګه یې دنده ترسره کوله.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.