ښرنه (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څوک له امنيتي ځواکونو سره ناسته ولاړه ولري او يا هم له پاکستان سره په سرحدي موضوعاتو غږ پورته کړي،نو د نامعلومو کړيو له لوري وژل کيږي.
د اړوندې موضوع په اړه د برمل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د لړم په ٢٦مه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ولي وزير وويل چې برمل سرحدي ولسوالۍ ده او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: ((په دې اواخرو کې اوس يو بل مشکل پيدا شوى دى، څوک چې د سرحدي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي او يا هم له حکومتي ځواکونو سره ناسته پاسته ولري، د نا معلومو کسانو له لوري وژل کيږي.))
نوموړي په دې برخه کې کومه بېلګه ياده نه کړه.
خو د دې ولسوالۍ يوې قومي سرچينې پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو د پاکستان له لوري د اغزن تار د غځولو مخنيوي هڅه کړې وه.
دى وايي چې څه موده وروسته بيا د همدې ځوانانو له ډلې څخه دوه تنه يې د ناپېژاندو کسانو له لوري ووژل شول.
د همدې ولسوالۍ يو تن قومي مشر قدرت الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه يې ويجاړه کړې ده.
هغه وايي: ((کله مې چې دروازه ړڼګه کړه له هغه وروسته دوه ځلې راباندې بريدونه شوي دي، اوس درې زامن ځان سره د ساتوونکو په توګه ګرځوم.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دغه ډول هدفي وژنې د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي کړيو له لوري ترسره کيږي.
همدارنګه د پکتيکا ولايتي شورا غړي افسر خان پژواک ته وويل چې حکومت بايد د سرحدونو موضوع له ګاونډيو سره پاکه کړي.
هغه زياتوي چې د همدې سرحدي ستونزو له امله هره ورځ په بېلابېلو نومونو ګڼ شمېر خلک وژل کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن