ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لومړي ځل کندوز کې د پښتو نصاب ښوونځيو ته پښتو کتابونه ورکړل شول

په لومړي ځل کندوز کې د پښتو نصاب ښوونځيو ته پښتو کتابونه ورکړل شول

author avatar
25 Nov 2020 - 12:06
په لومړي ځل کندوز کې د پښتو نصاب ښوونځيو ته پښتو کتابونه ورکړل شول
author avatar
25 Nov 2020 - 12:06

کندوز ښار (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٩): د کندوز د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د پوهنې وزارت له لوري پنځه سوه زره کتابونه دغه ولايت ته ورکول شوي چې د پښتو نصاب کتابونه هم په کې شامل دي.

د کندوز د پوهنې رييس نجيب الله ثاقب د ليندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړي ځل لپاره دغه ولايت ته د پښتو نصاب کتابونه ورکول شوي دي.

دى وايي: ((په کندوز کې د کتابونو کموالى يوه اساسي ستونزه وه، خو په دې وروستيو کې د پوهنې وزارت له لوري پنځه سوه زره کتابونه ورکول شوي چې د پښتو نصاب کتابونه هم په کې شته دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو کتابونو په منځ کې ١٥٠ زره جلده يې د پښتو نصاب کتابونه دي چې ښوونځيو ته وېشل شوي او تر ډېره به د زده کوونکو ستونزه ورسره هواره شي.

ده وويل: ((د يو شمېر ښوونځيو نصاب پښتو و، خو موږ ورته پښتو کتابونه نه درلودل خو اوس ښه شو دا مشکل حل شو.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، په هغو سيمو کې د پښتو نصاب پرمخ وړل کيږي چې د اوسېدونکو ډېره برخه يې پښتانه وي.

د اساسي قانون له مخې، په مورنۍ ژبه زده کړه د هر وګړي حق دى.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې دا نيک اقدام دى، ځکه تر دې وړاندې د پښتو نصاب زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

ده وويل:((ډېرو شاګردانو ته په دري تدريس کېده په داسې حال کې چې په دري نه پوهېدل او نصاب يې پښتو و.))

همدارنګه د کندوز ښار د زاخېل ښوونځي زده کوونکي سيد افضل پژواک ته وويل چې پخوا دوى ته په دري تدريس کېده او له ګڼو ستونزو سره مخ و.

دى وايي: ((زموږ نصاب پښتو دى، خو موږ ته يې دري کتابونه راکول، سږ کال د لومړي ځل لپاره موږ ته د پښتو نصاب کتابونه راکول شوي چې موږ ورته ډېر خوشحاله يو.))

د يادونې ده چې ټول کندوز ٥٠٠ ښوونځي لري چې په ٢٨ کې يې د پښتو نصاب زده کوونکي دي او ٣٥ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.