ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ٩٢ ميليونه افغانيو په لګښت د ځینو پروژو چارې پيل شوې

خوست کې د ٩٢ ميليونه افغانيو په لګښت د ځینو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
5 Dec 2020 - 16:28
خوست کې د ٩٢ ميليونه افغانيو په لګښت د ځینو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
5 Dec 2020 - 16:28

خوست ښار (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): خوست کې د ۹۲ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د نهو چيک ډيمونو جوړولو چارې پيل شوې.

د اوبو دغه چيک ډيمونه د خوست په مرکز، تڼيو ولسوالۍ، اسماعيل خېل مندوزي، ګربز، ځاځي ميدان او باک ولسوالۍ کې جوړېږي چې اساسي موخه يې د سېلابونو د سرعت کموالی او تر ځمکې لاندې اوبو زېرمه کول دي.

ولايتي چارواکي وايي، دغه چيک ډيمونه د اوبو د تنظيم ملي ادارې له خوا جوړېږي چې چارې به يې په راتلونکو اتو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي د دغو چيک ډيمونو د کار پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد نهه واړه چيک ډيمونه به د ۷۱۶۵۰۰ متره مکعب اوبو ذخيره کولو ظرفيت ولري.

ده زياته کړه: ((تر ځمکې لاندې ذخاير به دا راته تکميل کړي چې دا به د خوستوالو لپاره د څښاک اوبو، د خوستوالو لپاره د پخوا په شان چې ما ليدلی و، سرسبز، شين او تصفيه هوا ولري، دا به د دغو له برکته وي.))

والي زياتوي چې د يادو چک ډيمونو پر جوړولو شاوخوا ٩٢ ميليونه افغانۍ لګښت کېږي.

د خوست د شمل خورم فرعي دريايي حوزې رييس انجنير زين الله نسيمي هم پژواک اژانس ته وويل چې د دغو نهه چيک ډيمونو په جوړېدو سره به يو د سېلابونو سرعت راکم شي او ترڅنګ به يې تر ځمکې لاندې اوبه هم ډېرې شي.

نوموړی وايي، د دې ترڅنګ دا چيک ډيمونه د خاورو، شګو او نورو رسوباتو جمع کولو دنده به هم ولري، څو په راتلونکي کې لويو ذخيروي بندونو ته د پاکو اوبو د ورتګ مخه ډپ نه کړي.

هغه زياتوي: ((د نهو چيک ډيمونو په جوړولو سره به پنځه سوه کارګرو ته مستقیماً د کار زمينه برابره شي، همدارنګه له دې چيک ډيمونو څخه به يوولس زره فاميلونه مستقيماً استفاده وکړي.))

ورته مهال د تڼو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي نواز خان له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د اوبو د يادو چيک ډيمو پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او غوښتنه يې وکړه چې د خوست په نورو برخو کې دې هم کارونه پيل شي.

دی وايي: ((دولت بايد په لسګونو کې دا ډول پروژې موږ ته تطبيق کړي څو خوست په افغانستان کې يوه نمونه وګرځي، ولې چې خوست يوه غرنيزه منطقه ده او لوی لوی بندونه باید ولري، خو د دې لپاره به لومړی دا واړه چيک بندونه جوړ کړو او وروسته به لوی بندونه جوړ کړو، څو زموږ اوبه پاکستان ته لاړې نه شي.))

نوموړي همدا شان له اړوند ساختماني شرکتونو هم وغوښتل چې د دغو چيک ډيمونو چارې په ښه کيفيت سره سرته ورسوي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.