ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: د طالبانو د بندیانو خوشي کول باید د اوربند له ټینګښت سره مشروط وي

ولسي جرګه: د طالبانو د بندیانو خوشي کول باید د اوربند له ټینګښت سره مشروط وي

author avatar
7 Dec 2020 - 19:24
ولسي جرګه: د طالبانو د بندیانو خوشي کول باید د اوربند له ټینګښت سره مشروط وي
author avatar
7 Dec 2020 - 19:24

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۹): ولسې جرګې د طالبانو د اوو زرو زندانیانو د خوشي کولو په اړه د امریکا سفارت د غوښتنې په اړه اندېښنه وښوده او ويې ویل چې د طالبانو د نورو بندیانو خوشي کول باید د اوربند له ټینګښت او سولې د خبرو له پرمختګ سره مشروط وي.

په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د سفارت سرپرست راس وېلسن وایي، طالبان تمه لري چې له لسو ورځو په کمه موده کې د افغانستان د حکومت له زندانونو د دې ډلې ۷زره نور زندانیان ازاد شي.

هغه چې تېره ورځ یې په یوه انلاین ناسته کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: «د طالبانو د ۷زره نورو بندیانو د خوشي کولو په اړه د امریکا او طالبانو په هوکړه لیک کې مشخص ځای ورکړل شوی دی او که محاسبه شي، طالبان د دې هوکړه لیک تر شرایطو لاندې تمه لري چې دغه زندانیان د ډيسمبر میاشتې تر نیمایي ازاد شي. زه د هغه مشخصه نېټه په یاد نه لرم. دا زما نظر دی. هغه څه چې موږ پورې اړه لري، د طالبانو او امریکا د هوکړې ټولې برخې یو له بله سره نښتې دي. تاسو نه شئ کولای د هغه یوه برخه له منځه یوسئ او ووایئ چې دا برخه باید وي، په داسې حال کې چې نورې برخې نه وي.»

 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني ویلي چې حکومت د طالبانو له پنځو زرو ډېرو زندانیانو په ازادولو سره د سولې لپاره خپله ژمنه پوره کړې ده او اوس د طالبانو وار دی چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او اوربند اعلان کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې په دې اړه خبرې وشوې.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي عبدالظاهر سالنګي په دې اړه وویل: «ځينې له داخل او ځينې له بهره د طالبانو د مدافع وکیلانو په توګه عمل کوي، له تاسو او ولسمشره غواړو، تر هغه چې خلک له باعزته سولې برخمن نه شي؛ د طالبانو د ډلې نور زندانیان باید په هېڅ ډول خوشي نه شي.»

په جرګه کې د بلخ د خلکو استازي احمد شاه رمضان وویل: «که ولسمشر وجدان ولري، نور زندانیان به خوشي نه کړي.»

په یاده جرګه کې د دایکنډي د خلکو استازي علي اکبر جمشېدي وویل: «د طالبانو د اوو زرو زندانیانو د خوشي کولو بحث د امریکا د سفارت له خوا په داسې حال کې مطرح شوی چې د سولې په مذاکراتو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، د افغانستان خلک له حکومته غواړي؛ څو چې طالبان پر اوربند موافقه ونه کړي، د دې ډلې د زندانیانو په ازادولو کې باید هېڅ امتیاز ورنه کړل شي.»

د هغه په وینا، د مذاکراتو له پیل وړاندې د افغانستان حکومت ډېر لوی ګامونه پورته کړي او دا مهال د طالبانو وار دی چې پر اوربند موافقه وکړي.

د جرګې رییس میر رحمان رحماني د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ د لومړۍ ناستې او د دواړو پلاوو له خوا د سولې پر اجنډا د کار له پیله د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وویل: «د سولې بهیر باید د سلیقوي او شخصي غوښتنو قرباني نه شي، سوله د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او پرېکړه کوونکي خلک او ملي شورا دي او هر ډول پرمختګ چې رامنځته کېږي، باید له شورا سره شریک شي.»

هغه د طالبانو ډلې د اوو زرو بندیانو د خوشي کولو په اړه په کابل کې د امریکا سفارت د غوښتنې په اړه وویل، هغه غوښتنه چې په کابل کې د امریکا سفارت له خوا مطرح شوې ده، د طالبانو د لیکو د افراطیت او پیاوړتیا سبب کېږي او ولسي جرګه يې اندېښمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «هیله مند یو چې د تېر په ډول په مذاکراتو کې له پرمختګ او پر اوربند د طالبانو له موافقې پرته د دې ډلې زندانیان ازاد نه شي.»

د نوموړي په وینا، د طالبانو د نورو بندیانو خوشي کول باید د اوربند له ټینګښت او مذاکراتو کې له پرمختګ سره مشروط وي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.