ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت شورا: د نورو طالب بنديانو خوشي کول د سولې پروسې ته ګټه نه رسوي

د ملي امنيت شورا: د نورو طالب بنديانو خوشي کول د سولې پروسې ته ګټه نه رسوي

author avatar
8 Dec 2020 - 14:30
د ملي امنيت شورا: د نورو طالب بنديانو خوشي کول د سولې پروسې ته ګټه نه رسوي
author avatar
8 Dec 2020 - 14:30

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٩) : د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د اووه زره نورو طالب بنديانو خوشي کول د سولې پروسې چټکتيا ته هېڅ ګټه نه رسوي.

د ملي امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ د لېندۍ په ١٨مه په يوه ويډويي پيغام کې دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې په کابل کې د امريکا سرپرست سفير روس ويلسن دوه ورځې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې طالبان د خپلو اوو زرو نورو بنديانو خوشي کېدل غواړي.

خو مولوي اندړ وايي، د افغانستان حکومت تېر ځل هم ٥٥٠٠ طالب بنديان د دې لپاره خوشي کړل چې تاوتريخوالى به کمېږي او خوشي شوي کسان به بيا د جګړې ليکو ته نه ځي.

خو هغه زياتوي چې د یادو بندیانو خوشي کولو نه يواځې دا چې د سولې پر چټکټيا اغېزه ونه کړه، بلکې حکومت د خلکو تر سختو نيوکو او اعتراضونو لاندې راغی او او دا لړۍ لا هم روانه ده.

دى وايي، د دغو بنديانو خوشي کولو په بدل کې بايد تاوتريخوالى کم شوی وای او طالب بنديان د جګړې ليکو ته نه واى تللى، خو نه تاوتريخوالى کم شو او نه هم له جګړې را وګرځېدل.

پرون د ولسمشر وياند صديق صديقي هم په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د اووه زره نورو طالب بنديانو خوشي کول لا له وخت څخه مخکې خبره ده.

هغه زياته کړه چې دا په قطر کې د سولې پروسې په پرمختګ پورې تړاو لري، کله چې د سولې پر اجنډا او نورو موضوعاتو پرمختګ وشي، بيا پر دې خبره کېږي.

د افغانستان ولسي جرګې هم پرون د نورو طالب بنديانو له خوشي کولو سره مخالفت وښود او اندېښنه یې څرګنده کړه.

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر نعيم وايي چې د نورو بنديانو خوشي کول، د بنديزونو او له تور لېست څخه د دوى د مشرانو لرې کول د دوحې تړون برخه ده چې بايد عملي شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.