ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني سناتوران: پاتې طالب بندیان دې د سولې بهیر له پرمختګ مخکې نه خوشي کېږي

ځيني سناتوران: پاتې طالب بندیان دې د سولې بهیر له پرمختګ مخکې نه خوشي کېږي

author avatar
8 Dec 2020 - 10:29
ځيني سناتوران: پاتې طالب بندیان دې د سولې بهیر له پرمختګ مخکې نه خوشي کېږي
author avatar
8 Dec 2020 - 10:29

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۹): د مشرانو جرګې ځینو غړو د تاوتریخوالي پر زیاتېدو د نیوکې ترڅنګ د دې جرګې ځینو غړو ته د ګواښونو د موجودیت خبر ورکوي او وايي چې پاتې طالب بندیان باید د سولې په بهیر مې له پرمختګ مخکې خوشي نه شي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن وایي، طالبان تمه لري چې له لسو ورځو په کمه موده کې د افغانستان حکومت له زندانونو د دې ډلې ۷زره نور زندانیان ازاد شي.

هغه چې تېره ورځ یې په یوه انلاین ناسته کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: «د طالبانو د ۷زره نورو بندیانو خوشي کولو په اړه د امریکا او طالبانو په هوکړه لیک کې مشخص ځای ورکړل شوی او که محاسبه شي، طالبان د دغه هوکړه لیک تر شرایطو لاندې تمه لري چې دغه زندانیان د ډسمبر میاشتې تر نیمایي ازاد شي. زه د هغه مشخصه نېټه په یاد نه لرم. دا زما نظر دی، هغه څه چې په موږ پورې اړه لري، د طالبانو او امریکا د هوکړې ټولې برخې یو له بله سره نښتې دي، تاسو نه شئ کولای د هغه یوه برخه له منځه یوسئ او ووایئ چې دا برخه باید وي، په داسې حال کې چې نورې برخې نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د یاد هوکړه لیک پر اساس، افغان حکومت د طالبانو له پنځو زرو ډېرو زندانیان او طالبانو د افغان دولت زر بندیان ازاد کړي دي.

د جرګې په نننۍ ناسته کې په دې اړه بحث وشو.

په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي مولوي محی الدین منصف د امریکا د سفیر غوښتنې ته په اشاره وویل: ((افغان دولت د سولې په اړه خپل نېک نیت وړاندې کړ او د دې ډلې تر پنځو زرو ډېر بندیان یې ازاد کړل، خو دغه غوښتنې د شرایطو خلاف منل شوې دي.))

نوموړي د دې په څرګندولو چې د نورو طالب بندیانو په خوشي کېدو سره به جګړه زیاته شي، وویل، د سولې بهیر له پرمختګ او سراسري اوربند له ټينګېدو وروسته باید پر دې موضوع خبرې وشي.

هغه له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له امریکا وغوښتل چې طالبانو ته له امتیاز ورکولو ډډه وکړي.

د مشرانو جرګې نایب منشي فیصل سمېع وویل: ((په قطر کې روان بهیر د افغانستان په خیر نه دی، طالبانو له د دې ډلې له پنځو زرو د ډېرو بندیانو پر خوشې کېدو سربېره تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، له ولسمشره زموږ غوښتنه داده چې د خلیلزاد او امریکايي چارواکو په خبرو او فرمایشونو دوکه نه شي، ترڅو چې طالبان جګړه بنده نه دي یو زنداني یې هم باید ازاد نه کړي، طالبانو هغه څه چې د بین الافغاني خبرو له پیله یې په توان کې و، ترسره کړل.))

هغه ولسمشر ته په خطاب وویل: ((ډارېږئ مه، نرمښت په کار نه دی.))

د جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار وویل: ((د طالب بندیانو د ازادېدو مخکنۍ تجربه باید تکرار نه شي، تر دې چې د سولې هوکړه لیک له دولت سره لاسلیک نه شي، که د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک پر اساس بندیان ازاد شي، دا معنا لري چې افغان دولت خپلواک نه دی.))

هغه زیاته کړه چې اوربند ماتېدونکی دی، هرکله چې مقابل لوری ونه غواړي کولای شي تاوتریخوالی وکړي او د ۷زره بندیانو ازادېدو بهیر باید د مذاکراتو تر پایه وځنډول شي.

د جرګې نورو غړو هم وویل، دولت باید د طالبانو بندیان خوشي نه کړي او دا ځل باید طالبان د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل نېک نیت وښيي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل: ((له بده مرغه موږ په داسې حالت کې یو چې نه پوهېږو کوم تصمیم به زموږ په خیر وي او کوم به مو په ضرر وي، موږ سولې ته د رسېدو لپاره تر خپل توانه هڅې وکړې، خو هغه څه چې موږ ته وویل شول، پر خلاف یې ګواښونه ډېر شوي، دولت مثبت ګام واخیست او خپل نیت یې څرګند کړ او اوس نوبت د طالبانو دی.))

هغه زیاته کړه چې د ۷زره بندیانو خوشي کېدل د خلکو او مشرانو جرګې د غړو لپاره د منلو نه دي او طالبان باید خپل نېک نیت څرګند کړي.

مسلمیار وویل، تاوتریخوالی زیات شوی او د ټولنې بېلابېلې طبقې د دښمن تر ګواښ لاندې دي.

هغه له جزیاتو پرته وویل: ((زه خبر یم چې د جرګې څو غړي چې همدا اوس په تالار کې دي، د «ای اېس ای» له ګواښ سره مخ دي.))

نوموړي وویل، په دوحه کې د سولې خبرو له پیل راهیسې د وسله والو مخالفینو له خوا ډېر بریدونه ترسره شوي او د دولت کارکوونکي، د مدني ټولنې فعالان، ژورنالېستان او د دې ټولنې نور قشرونه له ګواښ سره مخ دي او یا هم دا چې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم د ۷ زره طالبان بندیانو د خوښې کېدو مخالفت کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وویل، د بندیانو د خلاصون موضوع د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کې روښانه شوې او د دغه هوکړه لیک مواد باید عملي شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.