ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خلک د برېښنايي تذکرې د وېش د چټکوالي غوښتنه کوي

د کندهار خلک د برېښنايي تذکرې د وېش د چټکوالي غوښتنه کوي

author avatar
10 Dec 2020 - 11:45
د کندهار خلک د برېښنايي تذکرې د وېش د چټکوالي غوښتنه کوي
author avatar
10 Dec 2020 - 11:45

کندهار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۹): په کندهار کې د برېښنايي تذکرو د مرکز له پرانیستل کېدو شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه یوازې ۱۶ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شوې دي.

خلک دغه پروسه ځنډنۍ او ټکنۍ ګڼي او د چټکوالي غوښتنه یې کوي.

بل خوا چارواکي وايي، په کندهار کې تر دې مهاله شاوخوا ۶۴ زره تنو نوم لیکنه کړې او له دې جملې ۱۶ زره تنو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

کندهار چې شاوخوا درې میلیونه نفوس لري، تر دې وروستیو په کې د برېښنايي تذکرو د وېش یوازې یو مرکز فعالیت درلود، خو اوس تازه د کندهار ښار په ۶مه ناحیه کې هم یو بل مرکز پرانیستل شوی دی.

د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس سمیع الله مقصودي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، تر دې مهاله شاوخوا ۶۴ زره تنو د برېښنايي تذکرو لپاره نوم لیکنه کړې او دوسیې یې دوی ته سپارلې دي.

هغه زیاته کړه، له دې شمېرې له ۲۰ تر ۲۵ زره یې تثبیت شوي، ۱۸ زره یې بایومټریک شوي او د پاتې دوسیو چارې روانې دي.

دی وايي، تر دې مهاله یې ۱۶ زره تنو ته برېښنايي تذکرې وېشلې دي.

نوموړي وویل، په کندهار کې د برېښنايي تذکرو اخیستو لپاره لېوالتیا هومره ډېره شوې چې هره ورځ په سلګونو وګړي له خپلو کورنیو سره یو ځای دوی ته مراجعه کوي او د برېښنايي تذکرو لپاره نوم لیکنه کوي.

د ده په خبره، تر دې وروستیو پورې په کندهار کې یوازې یوه مرکز فعالیت درلود خو اوس تازه یې د کندهار ښار په مرکزي برخه (۶مه ناحیه) کې یوه بله څانګه هم پرانیستې، څو خلکو ته تر یوه بریده په دې برخه کې اسانتیا برابره شي.

مقصودي خبر ورکړ چې تر راتلونکي کال پورې به په کندهار کې له ۵ تر ۶ د برېښنايي تذکرو څانګې پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال په هر مرکز کې د ورځې تر ۲۵۰ کسانو د ثبت او نوم لیکنې وړتیا لري، ځکه پرسونل یې کم دی او دغه ستونزه یې د هواري په موخه له مرکز سره هم شریکه کړې ده.

هغه د دې تر څنګ د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه چې په ځینو مواردو کې د دوی کارونه ټکني کوي.

دی وايي، ډېری وګړي سواد نه لري او په خپله د فورمو د ډکولو وړتیا نه لري، کارمندان اړ دي له هغوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي چې دا چاره د هغوی ډېر وخت ضایع کوي.

د دې تر څنګ هغه یادونه وکړه چې په کندهار کې ډېرې ښځې تذکرې نه لري او په تېر کې یې نه دي اخیستې، خو اوس د برېښنايي تذکرو لپاره دوی ته مراجعه کوي چې د هویت تثبیت او نورې اړوندې چارې یې وخت اخلي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ولسمشر د فرمان د ۲۰مې مصوبې پر بنسټ اړ دي دولتي کارکوونکو ته د برېښنايي تذکرو جوړولو په برخه کې لومړیتوب ورکړي، ځکه د هغوی د معاش او کار اړوند چارې د برېښنايي تذکرو له درلودلو سره تړل شوي.

نوموړي د برېښنايي تذکرو اخیستلو لپاره د نوم لیکنې د انلاین سیسټم فعاله کېدو په اړه وویل، له کابل وروسته په هرات کې دغه سیسټم فعال شوی خو په کندهار کې لا نه دی فعال شوی، په داسې حال کې چې دوی یې غوښتنه هم کړې ده.

ده دا هم وویل چې په ولسوالیو کې لا تر اوسه د برېښنايي تذکرو د مرکزونو د پرانستلو په اړه پرېکړه نه ده شوې، ځکه له یوې خوا امنیتي شرایط په کې ښه نه دي او له بلې خوا د انټرنیټ خدمات او د مسلکي پرسونل موندل په کې ستونزمن دي.

د کندهار اوسېدونکي له یوې خوا د مرکزونو د ډېرېدو او له بلې خوا د تذکرو اخیستلو پروسې مودې د را لنډولو غوښتنه کوي.

د کندهار ښار د ۶مې ناحیې اوسېدونکي فیض الله پژواک اژانس ته وویل، شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې د برېښنايي تذکرې اړوند فورمه ډکه کړې او ځان یې بایو مټریک کړی و، خو تذکره یې په دې وروستیو ورځو کې تر لاسه کړه.

د ده په خبره، د تذکرې اخیستلو لپاره دوه میاشتې ډېره اوږده موده ده، باید کمه شي.

نوموړی د دې تر څنګ د احصایې له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې په کندهار کې خپل کارکوونکي زیات او څانګې ډېرې کړي څو د برېښنايي تذکرو اخیستو لړۍ ګړندۍ شي.

د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي محمد شعیب پژواک اژانس ته وویل، د برېښنايي تذکرې د اخیستلو لپاره یې د فورمې ډکولو، د هویت تثبیت او بایومټریک لپاره په ورځو ورځو انتظار کړی، خو له هغه وروسته یې تذکره هم په ډېر ځنډ ترلاسه کړې ده.

نوموړی هم غوښتنه کوي چې د تذکرو لپاره د نوم لیکنې او بایومټریک په موخه دې نارینه او ښځینه کارکوونکي ډېر شي او مرکزونه دې هم ډېر شي څو د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شي او خلکو ته پر وخت نوبت ورسېږي.

د کندهار د ولسوالیو اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې په ولسوالیو کې دې هم د برېښنايي تذکرو مرکزونه پرانیستل شي..

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد داوود افغان وویل، د احصایې اداره باید په هغو ولسوالیو کې چې نفوس یې ډېر دی او امنیت یې ښه دی، باید د برېښنايي تذکرو مرکزونه پرانیزي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د برېښنايي تذکرې د اخیستلو لپاره یې څو ځلې تر کندهار ښاره سفر وکړ، ډېر لګښت یې وکړ او سرګردانه شو، خو هر څوک بیا دا توان نه لري.

د ده په خبره، دا ډېره مهمه ده چې د ولسوالیو اوسېدونکي برېښنايي تذکرې واخلي او دا کار هله ممکن دی چې لږ تر لږه په هره ولسوالۍ کې یو مرکز پرانیستل شي.

دی وايي، د دغې لړۍ له چټکوالي سره امنیت او سیاسي ثبات ټینګېږي او د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت په راوستلو کې رغنده رول لري.

نوموړی زیاتوي، دغه راز له دې سره به جرایم کم شي او تر ټولو مهمه دا ده چې د دې ولایت د نفوسو کره شمېر به معلوم شي څو په راتلونکې کې ورته په همدې تناسب بودیجه وټاکل شي.

د یادونې ده چې په کندهار کې د برېښنايي تذکرو اخیستلو لپاره د نوم لیکنې لړۍ شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې چې په دې وروستیو کې ورځ تر بلې مراجعین ډېرېږي.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.