ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حضرت علي: په قطر کې د سولې خبرې یوازې يوه ډرامه ده

حضرت علي: په قطر کې د سولې خبرې یوازې يوه ډرامه ده

author avatar
12 Dec 2020 - 14:40
حضرت علي: په قطر کې د سولې خبرې یوازې يوه ډرامه ده
author avatar
12 Dec 2020 - 14:40

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۹): په ننګرهار کې د پشه يي قوم لسګونه مشرانو او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت ځينو استازو د يوې غونډې پر مهال په هېواد کې د جګړو ډېروالي ته په کتو په قطر کې د سولې بين الافغاني خبرو په تړاو شک څرګند کړ.

دوی دغه راز د سولې په پروسه کې د پاکستان رول هم تر پوښتنې لاندې راوست او ټينګار يې وکړ چې طالبانو د ډېرو امنتيازاتو ترلاسه کولو لپاره جګړې شدت ورکړی او د سولې خبرې یې ورسره پر يو وخت روانې کړې دي.

یادو قومي مشرانو چې په جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې د غړي حضرت علي په کور کې راټول شوي وو، له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې روانه افغانوژنه بنده کړي.

د ولسي جرګې غړي حضرت علي په قطر کې د سولې خبرې يوه ډرامه ياده کړه چې په خبره يې يوازې پاکستان او طالبان د امتيازاتو ترلاسه کولو په پلمه ورټول شوي دي.

دی وايي، که څه هم د پاکستان لومړي وزير کابل ته په راتګ سره د سولې په تړاو خپل نيت پاک څرګند کړ خو وايي، تر اوسه پاکستان داسې اقدام نه دی کړی چې وښيي افغان سولې ته رښتينی دی.

دی زياتوي: ((کله چې دوحه کې د سولې اواز اوچت شوی، طالبانو ته سل چنده کمک زيات شوی، ايا پاکستان چې ته دروغ نه وايي، راته، لشکر طيبه دلته ماته څه کوي؟ حصارک لشکر طيبې نه ډک دی، تور غره ته رسېدلي او دلته نخست وزير يې راځي چې زه اخلاص کوم، کوم اخلاص؟))

د غونډې ګډونوال پشه يي قوم مشرانو په هېواد کې د جګړو زياتوالی هم د اندېښنې وړ ياد کړ او زياته يې کړه چې هېڅوک له ګواښونو خوندي نه دي.

قومي مشر ملک عطاءالله وويل، که د يوې ولسوالۍ امنيت خراب شي، د ګاونډ ولسواليو امنيت هم خرابېږي او تاثير يې د ولايتونو په مرکزونو پلازمېنه کابل هم کېږي چې اوسمهال له همدې امله د هېواد ډېرې سيمې ناامنې ګڼل کېږي.

يوه بل قومي مشر ګل بېک وويل، که طالبان د سولې لپاره رښتينې اراده لري، بايد په هېواد کې تاوتريخوالی کم او اوربند اعلان کړي.

د یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې.

د دې خبرو د پرانيستې په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو شل وزیرانو او نورو چارواکو ګډون کړی و.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم برخه درلوده.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.