ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د کډوالو رياست او حرفوي زده کړو مرکز ته ودانۍ جوړې شوې

د خوست د کډوالو رياست او حرفوي زده کړو مرکز ته ودانۍ جوړې شوې

خوست ، جلال اباد (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۹): د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او همدا ډول د حرفوي او فني زده کړو مرکز لپاره نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دغه ودانۍ د خوست په اداري کمپلېکس کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR په مالي لګښت جوړې شوې دي.

د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي ددغو ودانيو د پرانېستې پرمهال وويل چې دغو دواړو ودانيو ته ډېره اړتيا وه، ځکه په وينا يې چې له دې وړاندې اړونده ادارو ودانۍ نه درلودې او په کرايي ځايونو کې يې چارې مخکې وړلې.

د هغه په خبره چې له دې سره به د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او همدا ډول د حرفوي او فني زده کړو مرکز مسوولينو په اداري او روزنيزو کارونو کې ښه والی راشي.

والي وايي، چې پر دې دواړو ودانيو ۷۴۷ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی او د نږدې يو کال په موده کې يې چارې بشپړې شوې دي.

د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس محمد هاشم حليم بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې وړاندې يې د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند په يوه زوړ تعمير کې چې د پروژې په باغ کې موقيعت لري، کارونه مخکې وړل.

هغه وويل، د کمو اداري خونو او د نامناسب ځای له امله د دوی مامورينو نه شوای کولی چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه، نوی اداري تعمير چې په څلورو پوړونو کې په اساسي او مجهز ډول جوړ شوی، ۳۶ اداري خونې او نور اړين ملحقات لري، چې پر مټ به يې وکولی شي خلکو ته ښه او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

په ورته مهال د خوست د کار او ټولنيزو چارو رييس احسان ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حرفوي او فني زده کړو مرکز لپاره نوې ودانۍ چې په درېيو پوړونو کې جوړه شوې، ۲۴ اداري او درسي خونې لري.

نوموړي وويل، ددغې ودانۍ په جوړېدو سره د حرفوي او فني زده کړو په برخو کې ۴۵۰ نارينه او ښځينه کسانو ته د زده کړو زمينه برابره شوه.

هغه زياته کړه، له دې لارې به په راتلونکي کې وکولی شي چې د بې روزګارۍ د کچې په کموالي کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت  کوز کونړ ولسوالۍ کې د څه باندې ۷  ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، دا ودانۍ دکليو پراختيا او بيارغونې رياست د اقرا پروګرام له لوري د اووه ميليونه او دوه سوه درې څلوېښت زره افغانيو په مالي لګښت جوړه شوې چې نور ملحقات هم لري.

د هغه په وينا، د يادې ودانۍ په جوړېدو سره شپږ سوه زده کوونکو ته د سرپناه زمينه برابره شوه .

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.