ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میک: کورنیو چارو وزارت له ۱۰ سپارښتنو یواځې یوه عملي کړې

میک: کورنیو چارو وزارت له ۱۰ سپارښتنو یواځې یوه عملي کړې

author avatar
16 Dec 2020 - 18:14
میک: کورنیو چارو وزارت له ۱۰ سپارښتنو یواځې یوه عملي کړې
author avatar
16 Dec 2020 - 18:14

کابل (پژواک،۲۶ لیندۍ ۹۹): میک د خپل نظارت په څلورم راپور کې وايي چې کورنیو چارو وزارت په روان میلادي کال کې له ۱۰ سپارښتنو یواځې یوه عملي کړې او د دغه بنسټ د موندنو په اساس په دغه وزارت کې اوس د جذب بهیر د اووه ورځو پر ځای دوه میاشتې وخت نیسي.

د اداري فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې کمېټې(MEC)  نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو په وزارت کې د اداري فساد د زیانونو ارزونې په اصلي راپور کې د اداري فساد ضد سپارښتنو د تطبیق څلورم نظارتي راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي، د تېر میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې کورنیو چارو وزارت ته ۵۶ سپارښتنې ورکړل شوې وې چې ۴۶ سپارښتنې یې تطبیق شوې او پاتې ۱۰ نه دي عملي شوې.

د یاد کمېټې د اړیکو او اطلاعاتو مسوول مدثر اسلامي په دې ناسته کې وویل، په دغه نظارتي دوره کې چې د ۲۰۲۰ کال له جون تر نومبر میاشتې یې دوام وکړ کورنیو چارو وزارت له پاتې ۱۰ سپارښتنو یوازې یوه عملي کړې ده.

د میک د دارالانشا رییس میوند روحاني د نه تطیبق شوو سپارښتنو په اړه داسې وویل: ((تېر کال د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست له ۳۸ کارکوونکو څخه ۲۰ کسانو ته د ملي تدارکاتو په انستیتیوت کې د تدارکاتي مدیريت په اړه زده کړې ورکړې دي، پنځه کارکوونکي اوس په زده کړو بوخت دي او اته کارکوونکو ته به راتلونکى کال زده کړې ورکړل شي.))

نوموړي زیاته کړه: ((سربېره پر دې چې ددغه ریاست په دهلېز کې د شکایتونو صندوق موجود دی، خو د شکایتونو هېڅ پاڼه په کې نشته، او داسې هېڅ عملي میکانیزم نشته چې د شکایت کوونکي د هویت د پټ پاتې کېدو ډاډ ورکړي، د شکایتونو صندوق باید داسې ځای کېښودل شي چې د شکایت کوونکي هویت پټ پاتې شي.))

روحاني زیاته کړه چې ریاست د پیرودونکو رضایت سروې پیل کولو لپاره د نظارت او ارزونې کمېټې د سپارښتونو پلي کولو لپاره اړینې ژمنې نه دي عملي کړې.

نوموړي زیاته کړه، “CoreIMS ” سیستم چې په کورنیو چارو وزارت کې د انتقال د وسایلو مصرف ثبتوي (چېرته او څه ډول مصرف شوی) په ۱۴ ولایتونو کې فعال دی او د وزارت ۳۲ سلنه ساحه تر پوښښ لاندې راولي، په اووه نورو ولایتونو کې ددغه سیستم د تطبیق بهیر جریان لري خو په پاتې ولایتونو کې تر اوسه نه دی عملي شوی.

د هغه په خبره، په هغو ولایتونو کې چې “CoreIMS ” سیستم فعال دی د نورو ولایتونو په پرتله د فساد کچه کمه ده.

هغه زیاته کړه: ((سره له دې چې په کورنیو چارو وزارت کې داسې قبول شوی میکانیزم موجود دی چې د اطلاع ورکوونکو د هویت د ساتنې وړاندوینه کوي، له بده مرغه د معلوماتو د ترلاسه کولو، او نظرونو د وړاندې کولو لپاره د راپور ورکولو هېڅ میکانیزم نشته.))

د میک په هغه خبرپاڼه کې چې رسنیو ترلاسه کړې راغلي: د کورنیو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ګومارنې او ترفېع بهیر ساده کولو لپاره د افغانستان د تادیاتو سیسټم (APPS) پلي کولو له لارې او په کارونو کې د لاسوهنې له منځه وړلو او په پروسه کې د غیر ضروري ګامونو په اړه جدي هڅې کړې دي.»

د میک کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني دې ته په اشاره چې دوی د یاد وزارت د بشري سرچینو د مدیریت په برخه کې د کاري تداخلاتو د له منځه وړلو او غیر ضروري مراحلو لپاره APPS)) سیستم وړاندیز کړی دی وايي: ((که څه هم د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د جذب بهیر اوس اسانه شوی او یوازې اووه ورځې وخت نیسي، خو تازه جذب شوي کارکوونکي چې میک کمېټې له دوی سره مرکه کړې ویلي چې د جذب بهیر یې دوه میاشتې وخت نیسي.))

هغه زیاته کړې، د افغانستان د ملي پولیسو کابو ۹۰ سلنه ځانګړنې د افغانستان د معاشونو د ورکړې په سیستم کې لیکل شوي، میک کمېټې دغه سپارښتنه په بشپړه توګه تطبیق شوې، پاتې ۱۰ سلنه په ترفېع، تقاعد او تلفاتو کې د تغییر او بدلون په خاطر نه دي تطبیق شوي.

میوند روحاني په دغه وزارت کې د ترسره شوي کار د څرنګوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((موږ د کورنیو چارو وزارت له چارو راضي یو، د کورنیو چارو وزارت اوسنۍ رهبري د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره جدي اراده لري او له اداري فساد سره د مبارزې لپاره یې کمېټه جوړه کړې ده.))

هغه وايي چې کورنیو چارو وزارت د دغه راپور د جوړېدو لپاره له میک کمېټې سره لازمه همکاري کړې او ان محرم اسناد یې ورته سپارلي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.