ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې “پابجي ګیم” بند شو

په افغانستان کې “پابجي ګیم” بند شو

author avatar
17 Dec 2020 - 16:32
په افغانستان کې “پابجي ګیم” بند شو
author avatar
17 Dec 2020 - 16:32

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٩): د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) بورډ د خلکو له شکايتونو وروسته په هېواد کې د پابجي (PubG) انټرنېټي لوبې بندولو پرېکړه وکړه.

د دې ادارې وياند سعيد شينواري د لېندۍ په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون په ګډون ګڼو خلکو په دې اړه شکايتونه کړي وو.

هغه زياته کړه، اترا د اندېښنو د تحلیل، تحقیق او ښې حل لارې را ایستلو په موخه له حج او اوقاف وزارت، پوهنې وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د ځوانانو معینیت، د مخابراتو وزارت، ارواپوهانو، د کوچنیانو والدینو، د ښوونځیو مدیرانو، د سایبري امنیت متخصصینو، د پلان او پالیسۍ متخصصینو، د ماشوم زده کړو ملاتړ بنسټونو، د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ کمپنیو او اتحادیو، د پابجي ګیمرانو، د مخابراتي شبکو له تخنیکي استازو، حقوقپوهانو، اقتصاد پوهانو، د ولسي جرګې غړو، مدني ټولنو او پر روڼتیا د څار له بنسټونو سره مشورتي ناستې وکړې او خپل راپور یې بورډ ته راجع کړ.

د اترا ادارې مشر عمر منصور انصاري په دې اړه وايي: “زموږ ټیم له یوه هراړخیز تحلیل وروسته موضوع د اترا بورډ ته وړاندې کړه، چې هلته ټولنيزو او امنيتي ملحوظاتو ته په کتو ددغې لوبې د موقتي بندولو فیصله وشوه.”

نوموړي زیاته کړه: “اترا اداره به د يو دايمي حل په موخه خپلو تحقیقاتو او مشورو ته ادامه ورکوي.”

د اترا بورډ همداراز هدایات صادر کړل چې د پابجي ګیم د موقتې بندېدا له فرصت نه په استفاده هېواد کې د ګیمونو صنعت او مارکېټ د تنظیم اړوند ځانګړې پالیسي او طرزالعمل چمتو او نهايي شي.

سعيد شينوارى وايي، دغه راز هدایت ورکړل شو چې پر ځوانانو او کوچنیانو ناوړه اغېز لرونکي ټول ګیمونه تشخیص او تحلیل شي.

د هغه په وينا، پر دې سربېره په هېواد کې له افغاني کلتوري او ټولنیزو، مذهبي ارزښتونو سره برابر د ګیمونو تولید ته پر زمینه سازۍ، د پانګونې جلب او د ګیم تولیدوونکو هر ډول ملاتړ مسايلو باندې تاکید وشو.

Visits: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.