ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر اشرف غني کندهار ته رسېدلى

ولسمشر اشرف غني کندهار ته رسېدلى

author avatar
17 Dec 2020 - 11:17
ولسمشر اشرف غني کندهار ته رسېدلى
author avatar
17 Dec 2020 - 11:17

کندهار (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٩) : ولسمشر اشرف غني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره نن سهار کندهار ولايت ته رسېدلى دى.

د کندهار د والي وياند بهير احمد د لېندۍ په ٢٧مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ولسمشر اشرف غني سره په دغه سفر کې لومړى مرستيال امر الله صالح ، د کابينې غړي او امنيتي مسوولين ملتيا کوي.

هغه زياته کړه، ولسمشر به د کندهار له والي حيات الله حيات او ځايي امنيتي مسوولينو سره د دغه ولايت د وروستيو امنيتي حالاتو په اړه خبرې وکړي.

احمدي دغه راز وويل چې ولسمشر اشرف غني به د دغه ولايت له بېلا بېلو نورو خلکو سره هم ځانګړې ليدنې ولري.

ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې کندهار ولايت ته تللى، چې په دې وروستيو کې کندهار ښار ته په نږدې ولسواليو، ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي کې پراخه جګړې شوې دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.