ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا امنيه قوماندان له دندې استعفا کړې

author avatar
21 Dec 2020 - 13:42
author avatar
21 Dec 2020 - 13:42

ګردېز (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٩): حکومتى مسوولين وايي چې د پکتیا امنيه قوماندان سمونوال اخترمحمد شاهین له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د یادې موضوع په اړه د پکتیا والي محمد حلیم فدايي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاهین یو سپېڅلی او زړور افسر دی او پر استعفا یې خواشینی دی.

فدايي وویل چې نوموړي د شخصي ملاحظاتو له امله استعفا کړې ده.

خو بل لور ته  امنیه قوماندان سمونوال اخترمحمد شاهین وايي چې استعفا یې ورکړې، خو لا منظوره شوې نه ده.

د يادونې ده، شاهین شاوخوا يوه میاشت مخکې د پکتیا د امنیه قوماندان په توګه دنده پیل کړه، هغه له دې مخکې په خوست ولايت کې د کمپاين ځواکونو قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.