ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: ښځو ته بايد د هغوی ټول اسلامي او انساني حقوق ورکړل شي

author avatar
27 Dec 2020 - 12:21
author avatar
27 Dec 2020 - 12:21

ګردېز (پژواک، ۷ مرغومى ۹۹): د پکتيا ديني عالمان وايي چې په دغه ولايت کې لا هم ډېری ښځو ته په خپله خوښه د واده، ميراث، مالکيت او زده کړو حقوق نه ورکول کېږي چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ديني عالمان د کورنۍ د مشرانو او والدينو له خوا د نجونو او ښځو روغتيا او تعليم ته پر پاملرنې سربېره هغوی ته د ميراث او په خپله خوښه د ژوند شريک پر ټاکلو مکلف بولي او وايي چې بايد په دې اړه خپل مسووليت ترسره کړي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته ديني عالم شېر رحمن وويل چې ميراث، تعليم، مالکيت، په خوښه واده او ژوند جوړول د ښځو مسلم شرعي حقونه دي او که څوک دا حق ورنه کړي او يا يې په زور ترې ستون کړي، نو لويه ګناه او الهي عذاب لري.

شېر رحمن د ښځو د دغو حقونو نه ورکول ناوړه کار بولي او په خبره يې، ډېره خواشينوونکې دا ده چې ځيني وخت د خپل حق غوښتونکې مېرمنې ځپل کېږي هم.

مولوي شېر رحمن وايي چې نجونې او ښځې دې هم چوپه خوله نه کېني او له اصولو سره سم دې خپل حقونه وغواړي.

دغه راز بل ديني عالم قاري فضل رحمن وويل چې لا هم د دغه ولايت په ګڼو سيمو کې نجونو ته د زده کړو اسانتيا نه ده برابره شوې او په دې برخه کې د مسوولو دولتي او غير دولتي ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته د نجونو تعليم ډېر ضروري دی، هلکان په ولسوالۍ، د ولايت په مرکز يا کابل او هر ځای تللی شي، مکتب او کورسونه ويلی شي، خو نجونې بېچاره ګانې محرومې پاتې دي.))

دغه راز د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکې شازيه وايي چې مېرمنو ته له ډېرې مودې د ميراث حق او مالکيت د نه ورکړې له امله د ښځو دا حقونه بېخي هېر او تر پښو لاندې شوي دي.

هغې وويل چې ډېری داسې ښځې شته چې په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي او که کورنۍ يې د ميراث برخه ورکړي، نو په ژوند کې يې ورسره ښه والی او اسانتيا راتلای شي.

شازيه وايي: ((دا يوه عمده ستونزه ده چې ښځو ته د هغوی د ميراث، تعليم او په خوښه د واده حقونه نه ورکول کېږي، يو خو مرد سالاري ډېره ده چې سړي په ښځو باندې واکمني کوي او بل ښځې له خپلو حقونو نه دي خبرې.))

مدني فعاله مُسکا منګل وايي چې ډېری سړي ښځو ته ميراث ورکول پر خپل زيان بولي او له دغه زيان څخه د مخنيوي لپاره يې هغوی له دغه حق څخه محرومې کړې دي.

منګل وويل چې د نجونو پر سر لوړ ولور اخيستل کېږي چې هغه ډېره برخه پيسې هم د کورنۍ مشران ځان ته اخلي او له بلې خوا يې د ميراث له اسلامي حق څخه هم سترګې پټوي.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پاى کې د پکتيا د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل وويل چې لا هم په دغه ولايت کې غوڅ اکثريت نجونې او مېرمنې د تعليم، سمو روغتيايي امکاناتو ته له لاسرسي، ميراث، مالکيت او په خپله خوښه له نکاح او نورو حقونو محرومې دي.

اورياخېل وايي: ((پکتيا کې مېرمنو ته تر اوسه چا ميراث نه دی ورکړی او بېخي زياتې يې له دا نورو حقونو هم پاتې دي، دې برخه کې بايد پلرونه، وروڼه، ديني عالمان، قومي مشران او ټول اقشار مرسته وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهيسې ځينو ښځو د خپل ميراث ترلاسه کولو په موخه د پکتيا د ښځو چارو رياست ته مراجعه کړې ده.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.