منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د بلخ حوزوي روغتون يو ډاکتر په مرموز ډول وژل شوى

Array
· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٩ مرغومى ٩٩): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ حوزوي روغتون د جراحي څانګې یو متخصص ډاکتر په مرموز ډول وژل شوی دی.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د مرغومي په ۹مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې د مزار حوزوي روغتون دغه ډاکتر فرهاد رویین نومېده او جسد یې په کور کې په ځوړند حال کې موندل شوى دى.

د عادل په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی کس خپله ځان وژلی او که د بل چا له خوا وژل شوی دی.

د بلخ پولیسو ویاند دا هم وویل چې سیمې ته د پولیسو تحقیقاتي ټېم استول شوی او وروسته به د قضیې ټول جزئیات خپاره کړي.

د بلخ حوزوي روغتون سرطبیب معراج الدین فاروقي هم پژواک ته وویل چې د دغه روغتون یو متخصص ډاکتر تېره شپه په مرموز ډول وژل شوی دی.

ډاکتر فرهاد د کندوز ولايت اوسېدونکى و، خو اوس په مزارشريف ښار کې اوسېده.

فرهاد وايي چې د دې وژنې په تور یو کس نیول شوی دی.