ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت او طالبان دې سوله وکړي، څو نورې ښځې زموږ په څېر کونډې نه شي”

author avatar
5 Jan 2021 - 09:08
author avatar
5 Jan 2021 - 09:08

کندوز ښار (پژواک، ١۶ مرغومى ٩٩): په کندوز کې د وژل شوو سرتېرو مېرمنې که څه هم چې د ژوند له ناخوالو او له ورسره د مرستې په برخه کې د اړوندو ارګانونو له ناغېړۍ شکايت کوي خو وايي چې د سولې په راتګ سره به يې ستونزې تر ډېره هوارې شي.

عزيزه د پنځو اولادونو مور ده، د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده چې خاوند يې په يادې ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله وژل شوی او دا مهال د کندوز ښار په يوه نږدې ويجاړ کور کې له خپلو پنځو بچیانو سره ژوند کوي.

دې زياته کړه: “خاوند مې پوليس و، طاهر نومېده، په هېواد کې د امنيت ټینګښت او سولې راتلو لپاره جګړه کوله، خو کله يې هم دا ارمان پوره نه شو، په ځانمرګي بريد کې ووژل شو او موږ يې له يوې نړۍ غمونو سره يواځې پرېښودو.”

عزيزه چې په يوه خټين کور کې اوسېږي، پژواک ته يې وويل: “ژمى دى، هوا ډېره سړه ده، د خونې ګرمولو لپاره هېڅ هم نه لرو، د ماشومانو ډېر ساړه کېږي، خداى پاک دې رحم وکړي.”

هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “زه د خلکو په کورونو کې کالي مینځم، نور کارونه يې هم کوم، يواځې همدمره کېږي چې ماشومانو ته د خوراک او څښاک لپاره څه برابر کړم، نور هېڅ هم نه شم کولاى.”

دې زياته کړه چې ماشومان يې تل خپل پلار يادوي خو په تېرو درېيو کلونو کې يې يواځې ورته دروغ ويلي دي چې پلار يې فلاني ځاى کې دى يوه يا دوه مياشتې وروسته به کورته راشي.

نوموړې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ژمي په دې سړه هوا کې لږ تر لږه د لومړنيو توکو او د خونې د ګرمولو لپاره مرسته ورسره وکړي.

عزيزه زياتوي: ” په هغه اوله کې به يې يو څه مرسته کړې وي، نور يې هېڅ هم نه دي کړي، زما خاوند د همدې هېواد او همدې دولت لپاره وژل شوى نو اوس خو بايد موږ سره مرستې وشي.”

خو له يادو ټولو ستونزو سره- سره بيا هم عزيزه په دې تمه ده چې يوه ورځ به هېواد ته سوله راځي او د دوى ټولې ستونزې به حل کيږي.

دغه راز شفيقه هم د يوه بل سرتېري مېرمنه ده چې له شپږو ماشومانو سره د کندوز ښار د پنځمې ناحيې اړوند په يوه کور کې له کړاوونو ډک ژوند تېروي.

هغه وايي، خاوند يې په سرحدي پوليسو کې دنده درلوده چې يو کال وړاندې په خانه اباد ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې و وژل شو.

شفيقه زياتوي: ” خاوند مې چې مړ شوى، بيا موږ ښه ورځ نه ده ليدلې، مشر اولاد مې هم تر اوسه اته کلن نه دى، د خلکو په کورونو کې کار کوم، بل خلک راسره کمک هم کوي، پر هغې خپل شپه او ورځ تېرو.”

دې له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې نور جګړه بس کړي، سوله وکړي څو نورې ښځې د دې په شان کونډې نه شي.

هغې زياته کړه: ” له کومې ورځې چې موږ پيدا شوي يو، دا جنګ روان دى، نور دې جګړه بس کړي، سوله دې وکړي، زموږ او د زرګونو نورو کورنيو ستونزې به هوارې شي.”

شفيقه د خپلو اولادونو راتلونکى په سولې پورې تړلى بولي او وايي: ” که سوله وشوه او وضعيت ښه شو، زه به وکولاى شم چې په بچيانو درس و وايم له هغه پرته فکر نه کوم.”

په کندوز کې دا يواځې دوه کورنۍ نه دي چې له يادو ستونزو سره مخ دي، سلګونه نورې کورنۍ هم شته دي چې له ورته ستونزو سره لاس او ګريوان دي او حل يې د سولې په راتګ کې ويني.

بل لور ته د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

هغه له حکومت او خيريه ټولنو غوښتنه وکړه چې له يادو کورنيو سره مرستې وکړي او ټينګار یې وکړ چې حکومت او طالبان بايد نور د افغان وژنۍ دا لړۍ پاى ته ورسوي او هرڅه ژر اوربند او سوله وکړي.

د يادو کورنيو په اړه د کندوز امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې د وژل شوو سرتېرو له ډېرو کورنيو سره مرستې شوې او له پاتې نورو سره هم مرستې ترسره کېږي.

په کندوز کې د شهيدانو او معلولينو چارو امريت د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې په ټوليزه توګه له دوى سره شاوخوا لس زره د شهيدانو کورنۍ او معلولين ثبت دي.

د يادونې ده، د کندوز ترڅنګ د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم د وژل شوو سرتېرو کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له حکومت نه غواړي چې ورته حل يې کړي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.