ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ١٢ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
7 Jan 2021 - 11:43
author avatar
7 Jan 2021 - 11:43

کندوز ښار (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩): په کندوز کې د طالبانو په یوه بريد کې ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي، درې ټپيان او ١٣ نور نادرکه دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز اړوند چرخ اب سيمه کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر يوه مرکز بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي، درې ټپيان دي او ١٣ نور نادرکه دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مرستندوی ځواکونو غوښتل چې د يادو سرتېرو مرستې ته ورشي چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له کمين سره مخ شول.

دى وايي چې په دغه کمين کې درې د ملي اردو سرتېري او دوه پوليس وژل شوي او دوه ټانګونه يې له منځه تللي دي.

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي هم پژواک ته وويل چې په ياد بريد کې ١٥ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دغه مرکز ټولې وسلې او تجهيزات طالبانو له ځان سره وړي دي.

همدارنګه د کندوز امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې جګړه شوې خو د مرګ ژوبلې کره شمېره تر اوسه نه ده معلومه شوې.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د کندوز ښار اړوند د حوض په نوم سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر مرکز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه حکومتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ژوندي نيول شوي دي.

دى زياتوي چې په دې جګړه کې د حکومتي ځواکونو ډېرې وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.