ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر راتلونکي یوه کاله به ۲۰ سلنه افغانان برېښنايي پېژندپاڼې ولري

تر راتلونکي یوه کاله به ۲۰ سلنه افغانان برېښنايي پېژندپاڼې ولري

author avatar
10 Jan 2021 - 19:07
تر راتلونکي یوه کاله به ۲۰ سلنه افغانان برېښنايي پېژندپاڼې ولري
author avatar
10 Jan 2021 - 19:07

کابل (پژواک،۲‍۱مرغومی ۹۹): تر اوسه په افغانستان کې ۱.۷ میلیون کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي، ټاکل شوې تر راتلونکي یوه کاله دغه شمېر شپږ اعشاریه اووه میلیون کسانو (د ټول هېواد ۲۰ سلنه نفوس) ته لوړ شي.

دغه مطلب د احصايي او معلوماتو ملي اداري عمومي رییس احمد جاوېد رسولي د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې بیان کړ.

هغه چې دې ناستې ته د ځواب ورکولو لپاره بلل شوی و وویل، تر اوسه له دووه میلیون او ۷۰۰ زره کسانو د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، خو له دې ډلې له یو میلیون او ۷۰۰ زرو  څخه ډېرو کسانو ته وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه، اوس هره ورځ ۲۵ زره کسان د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو غوښتنه کوي، خو دغه اداره په یوه ورځ د ۱۶ زرو پېژندپاڼو د وېش وړتیا لري.

خو هغه څرګنده کړه، هڅې روانې دي چې تر راتلونکي کاله د وېش ظرفیت د تقاضاکوونکو سره متناسب یا له هغوی ډېر شي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې چې د دې ادارې د ترتیب کړي پلان په اساس په ۱۴۰۰ مالي کال کې پنځه میلیون کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي.

هغه له جزیياتو پرته وویل، اوس مهال دغه اداره د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ۷۰ مرکزونه لري، خو دغه شمېر هم ډېروي.

رسولي وویل، په ایران کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ کې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د پېژندپاڼو د وېش شپږ مرکزونه جوړ او فعالیت یې پیل کړی، په ۱۴۰۰ کال کې په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې هم دغه ډول مرکزونه جوړېږي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د کاغذي پېژندپاڼو د وېش بهیر نه دی درېدلی، خو د کاغذي  پېژندپاڼو د تاییدی بهیر د وخت د ضایع کېدو او فساد له امله درېدلی دی.))

هغه زیاته کړه: ((له دې وروسته که کومه دولتي اداره یا کس متوجه کېږي چې د یو کس کاغذي تذکره جعلي ده کولای شي د احصايې او معلوماتو له ادارې سره لیکلی مکتوب شریک کړي او دغه اداره یې ځواب ورکړي.))

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.