ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې دوه غړي د شتمنيو د نه ثبت له امله څارنوالۍ ته معرفي شول

د ولسي جرګې دوه غړي د شتمنيو د نه ثبت له امله څارنوالۍ ته معرفي شول

author avatar
14 Jan 2021 - 14:38
د ولسي جرګې دوه غړي د شتمنيو د نه ثبت له امله څارنوالۍ ته معرفي شول
author avatar
14 Jan 2021 - 14:38

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٩) : د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړي کمېسيون له خوا د ولسي جرګې دوه غړي لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د دغه کمېسيون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د شتمنيو د ثبت د څانګې له خوا د ولسي جرګې د هلمند استازې نسيمه نيازۍ او د بلخ ولايت د خلکو استازى احمد شاه رمضان لويې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دوى تر اوسه خپلې شتمنې له دغې ادارې سره نه دي ثبت کړي.

خو د ولسي جرګې د دارالانشاء د دفتر رييس معصوم امين زاده پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه د ياد کمېسيون له خوا دوى ته په دې اړه کوم خبر نه دى ورکړل شوى.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمه نيازۍ پژواک اژانس ته وويل، د چارو ادارې له خوا ورته ويل شوي چې د شتمنيو د ثبت فورمه يې ستونزه لري.

هغې زياته کړه، د خپل شخصي کور په قباله  کې يې تېروتنې شوې او ١٢ کاله مخکې يې د کابل بانک يو حساب درلود چې په دې اړه يې معلومات نه و، ورکړي.

نسيمه نيازۍ وايي، چې يادې ستونزې يې په شفاهي توګه ځواب کړې دي او نوره کومه ستونزه نه لري.

د هغه په وينا، فساد يې نه دى کړى او هر ډول ځواب ورکولو ته چمتو ده.

له څوځلې پر له پسې اړيکو سره سره احمدشاه رمضان  تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1530

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.