ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

د کندهار اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

author avatar
30 Jan 2021 - 17:21
د کندهار اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي
author avatar
30 Jan 2021 - 17:21

کندهار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۹): د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د مخابراتي شبکو د خدماتو کیفیت ډېر ټیټ شوی او دوی یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغوی ډېر شکایت له افغان بېسیم مخابراتي شبکې څخه کوي چې په دې ولایت کې تر ټولو لویه شبکه ده او د دې ولایت له ۹۰ سلنه ډېر اوسېدونکي همدا شبکه کاروي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي غمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټوله کې په کندهار کې د ټولو مخابراتي شبکو خدماتو کیفیت ټیټ دی، خو د افغان بېسیم شبکې خدمات تر وروستۍ کچې ستونزمن شوي دي.

دی زیاتوي، په دې وروستیو کې د افغان بېسیم شبکې د پوښښ ساحه کمه شوې، په ولسوالیو کې خو پرېږده آن د ښار په ناحیو کې سم کار نه کوي.

د ده په خبره، لومړی خو په ډېرې ستونزې له بل موبایل سره اړیکې نیول کېږي، کله چې اړیکې ونیول شي نو د یوه او بل غږ سم نه اورېدل کېږي، دواړه لوري مجبور دي د خپل پیغام رسولو لپاره څو څو ځلې شمېره ډایل کړي.

نوموړی وايي، دغه شبکه پر خپل سر د پیسو ګرځولو تر څنګ نورې ډېرې ستونزې هم لري او دوی یې دې اړ کړي چې نور د دغې شبکې سیم کارټونه و نه کاروي.

د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکي محمد زمان پژواک اژانس ته وویل، په داسې حال کې چې د کندهار ۹۰ سلنه اوسېدونکي د افغان بېسیم مخابراتي شبکې مشتریان دي، خو بیا هم لویه بې عدالتي له همدې خلکو سره کوي.

نوموړی زیاتوي، د ټيلېفوني اړیکو کیفیت سخت خراب شوی دی، ۲ جي نیټ په ۴ جي نیټ راباندې تېروي.

دی وايي، کله کله په ساعتونو ساعتونو شمېره ډایل کوي خو زنګ نه ورځي، دا ټولې هغه ستونزې دي چې دوی یې له دې شبکې بېزاره کړي دي.

مدني فعال او د ځوانانو عالي شورا کې د سوېل زون منتخب استازي حکمت الله صلحي وايي چې په دې وروستیو کې یې د خلکو دا ستونزې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې له مسوول سره شریکې کړې دي.

هغه زیاته کړه، د یادې شوې مخابراتي شبکې مسوول ځینې ستونزې مني او دوی ته یې د حل ډاډ ورکړی دی.

په سوېل کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې مسوول عطاءالله ساحل د اړوندې شبکې په خدماتو کې ستونزې د وروستیو جګړو له امله ګڼي چې له امله یې د څو پایو فعالیت درېدلی او ډېر خلک کندهار ښار ته کډه شوي چې پر سیسټم یې ګڼه ګوڼه ډېره کړي خو دوی یې حل ته چمتووالی لري.

دغه راز دی وايي، څه موده مخکې د فایبر نوري مزي د ځينو ستونزو له امله پرې شوي وو چې د انټرنیټ په برخه کې يې ستونزې پېښې کړې وې، خو په دې وروستیو کې دا ستونزې حل شوي دي.

دی وايي، اړونده شبکه هڅه کوي چې خپل مشتریان خوښ وساتي او هغوی ته باکیفیته خدمات وړاندې کړي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د مخابراتي شبکو د ټيټ کیفیت اړوند شکایتونه له ولایتي ادارې سره شریک شوي او  والي روح الله خانزاده د دغو شبکو له مسوولینو سره په لیدنه کې پر هغوی ټینګار کړی چې د تر لاسه کېدونکو پیسو په مقابل کې باید ولس ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

ده زیاته کړه، په دې لړ کې تېره پنجشنبه د افغان بېسیم شرکت یو باصلاحیته پلاوی کندهار ته راغی څو د خلکو شکایتونه او خپل خدمات وارزوي او شته ستونزې حل کړي.

د دغه پلاوي مسوول او د افغان بېسیم شرکت د کابل زون رییس سلېمان خرم د کندهار له والي سره په لیدنه کې وویل چې راغلی تخنیکي ټیم پر دې کار کوي څو د خپلو خدماتو کمیت او کیفیت لوړ کړي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې خپل سایټونه ډېر کړي او د پېرودونکو د خدمتونو لپاره نوې څانګې پرانیزي.

د کندهار والي له دغه پلاوي غوښتي چې په ولسوالیو کې هم د خپلو خدماتو کیفیت او کمیت ته پام وکړي او ولایتي اداره په دې برخه کې له هغوی سره پوره پوره همکاري کوي.

د یادونې ده چې له مخابراتي شبکو د خلکو شکایتونه داسې مهال زور اخلي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې کندهار ښار ته په نږدې ولسوالیو ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي او ډنډ کې جګړې پيل شوې او زرګونه کورنۍ کندهار ښار ته په کډې کولو مجبورې شوې.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.