ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګون اوسېدونکي: ولسمشر دې د ولايت کولو ژمنه عملي کړي

د ارګون اوسېدونکي: ولسمشر دې د ولايت کولو ژمنه عملي کړي

author avatar
2 Feb 2021 - 19:26
د ارګون اوسېدونکي: ولسمشر دې د ولايت کولو ژمنه عملي کړي
author avatar
2 Feb 2021 - 19:26

ښرنه (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٩) : د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ زرګونو اوسيدونکو پر ولسمشر نيوکه وکړه چې  د ولايت کیدو په ژمنه کې پاتې راغلی دى.

دغه غونډه چې نن په ارګون ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، سلګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه.

د ارګون زون د ګيان ولسوالۍ اوسيدونکی محمود کمالوال وويل چې  د ارګون زون لس ولسوالۍ لري چې د پخواني ولسمشر او اوسني ولسمشر له لوري دلايت کيدو ژمنې ور سره شوي خو عملی شوي نه دې.

هغه زياته کړه، ولسمشر محمد اشرف غني د کمپاين پرمهال ژمنه کړي وه چې له بريالی کيدو ورسته به ارګون ولایت کوي خو تر اوسه يې نه ده کړې.

د زيړوک ولسوالۍ قومي مشر مولوي حبيب الله هم وويل چې د ارګون زون لس ولسوالۍ لري چې د يو ولايت ټول معيارونه يې پوره دي، خو ولسمشر په دې اړه ژمنه نه عملي کوي.

هغه وويل چې که يې غوښتني ونه منل شي د يادو لسو ولسواليو اوسيدونکي به پر لاريونونو لاس پوري کړي.

دغونډې دوه تنه نور ګډون وال اسحاق آرين او عبدالعليم هم وويل چې که ارګون ولايت شي د امنيت ترڅنګ به پر اقتصاد هم ښې اغيزې ولري .

دوى له ولسمشر او اړونده مسولو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپل مسوليت تر سره کړي.

د ارګون ولسوال عدالمتين کټوازي وويل چې په جمهوريت کې خلک حق لري غوښتنې وکړي.

د هغه په وينا، دوی به د خلکو غوښتنې تر اړونده ادارو رسوي او حل لار به ورته ولټوي.

د يادونې وړ ده چې پکتيکا ۲۲ ولسوالی لري .

Visits: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.