کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٩): د افغانستان د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر او غړو د ناټو سازمان له اړوندو سفيرانو سره د سولې پر پروسې، اوربند او د تاوتريخوالي پر کمولو خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي له خوا د سلواغې په ١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ناوخته د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي او یو شمېر غړو د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره انلاین خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بهیر بحث وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پيل کې ستانکزي له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ناټو له غړو هېوادونو مننه وکړه چې د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ او د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار کوي.

ده وویل، د سولې مذاکراتو بهیر هغسې چټک مخ ته نه ځي چې باید تللی وای او اړتیا ده چې د افغانانو د غوښتنې پر اساس اوربند وشي.

سرچينې زياته کړه، همدا راز د مرکچي پلاوي مشر د دغه پلاوي د ښځینه غړو له فعال او معنا لرونکي رول څخه مننه وکړه.

په دې ناسته کې د مرکچي پلاوي غړو د بشري، ښځو او اقلیتونو حقونو په ملاتړ کې د ناټو پر همکاریو او دوامدار اوربند ته پر اړتیا خبرې وکړې.

سرچينې ويلي، د ناستې په دوام د ناټو غړو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او استازو د افغانستان د سولې بهیر په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې او د مذاکره کوونکي پلاوي غړو ځوابونه ورکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پای کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو د ګډونوالو له حضوره مننه وکړه او ویې ویل چې ناټو د افغانستان د سولې بهیر په اړه پر خپلو ژمنو ولاړه ده.