ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې د کوويډ ١٩ روغتون کې اور لګېدلى

په غور کې د کوويډ ١٩ روغتون کې اور لګېدلى

author avatar
5 Feb 2021 - 11:20
په غور کې د کوويډ ١٩ روغتون کې اور لګېدلى
author avatar
5 Feb 2021 - 11:20

فيروز کوه (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې په غور ولايت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د کرونا روغتون کې اور لګېدلى دى.

د غور ولايت مرکز فيروز  کوه ښار کې د کرونا يا کوويډ ١٩ روغتون رييس ډاکټر غلام نبي يګانه د سلواغې په ١٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې نن  سهار په لسو بجو د ګاز ډبې د چاودنې له امله په روغتون کې اور لګېدلى دى.

هغه زياته کړه، اور له اداري خونې پيل او اوس د روغتون نورو برخو ته يې سرايت کړى دى.

د نوموړي په وينا، اطفاييه رارسېدلې او د اور مړه کولو هڅې يې پيل کړې دي.

ډاکټر يګانه وايي چې تر اوسه اور لګېدنه ځاني زيان نه لري، خو روغتون ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

Visits: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.