ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: لوګر کې طالبانو اووه پاڅون کوونکي نیولي

سرچينه: لوګر کې طالبانو اووه پاڅون کوونکي نیولي

author avatar
7 Feb 2021 - 16:10
سرچينه: لوګر کې طالبانو اووه پاڅون کوونکي نیولي
author avatar
7 Feb 2021 - 16:10

پل علم (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٩): په لوګر کې امنيتي سرچينې وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې يو پاڅون کوونکى وژل شوى او اووه نور يې له ځانه سره بيولي دي.

د لوګر په مرکز پل علم کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د پاڅونوالو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يو پاڅون کوونکى وژل شوى او ٧ نور طالبانو له ځانه سره  بيولي دي.

ده وويل چې طالبانو له يادې پوستې څخه اووه ميله کلاشينکوفونه، يو ميل راکټ، يو ميل پيکا، يو ميل دهشکه او ګڼ شمېر نور مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې تېره شپه د پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې طالبانو د پاڅون کوونکو پوسته نيولې، وسلې او کسان يې له ځانه سره بيولي دي.

بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې يو پاڅون کوونکى وژل شوى، اووه تنه يې ژوندي نيول شوي او ١٢ ميله وسله يې هم د طالبانو لاسته ورغلې ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.