منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۰ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې له فساد سره د مبارزې برخه کې د مدني ټولنو او رسنيو پر رول ټينګار وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۶ کتنې
ننګرهار کې ښوونیز ورکشاپ
ننګرهار کې ښوونیز ورکشاپ

جلال اباد (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۹): د ننګرهار پنځو ولسواليو کې د مدني ټولنو غړو ته له فساد سره د مبارزې په پار د جوړو شويو ورکشاپونو ګډونوالو له اداري فساد سره په مبارزه کې د مدني ټولنو او رسنيو پر رول ټينګار وکړ.

دوی وويل، مدني فعالان او خبريالان کولای شي چې دغه برخه کې د مبارزې له لارې د فساد مخه ونيسي او هم فساد را کم کړي.

د افغانستان د عدالت موسسې له لوري د ننګرهار بهسودو، سره رود، کامې، کوز کونړ او دره نور ولسواليو لسګونو مدني فعالانو ته په جوړو شويو ورکشاپونو کې ور زده کړل شول چې د دوی لږه مبارزه کولای شي تر ډېره د فساد مخه ونيسي.

په ننګرهار کې د افغانستان د عدالت موسسې مسوول سيد ابرار پاچا د سلواغې په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، د دغو ورکشاپونو موخه په دولتي ادارو کې د فساد مخنيوي برخه کې د خلکو همکارۍ رواجول دي.

هغه زياته کړه، روزنيز ورکشاپونه چې د بهسودو، سره رود، کامې، کوز کونړ او دره نور ولسواليو ۵۰ ښځينه او نارينه مدني فعالانو او د ټولنو غړو ته جوړ شوي و د هرې ولسوالۍ خلکو ته دوه دوه ورځې روزنه ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((په دې روزنیزو ورکشاپونو کې ګډونوالو ته فساد د اسلام له نظره، د فساد ډولونه، د فساد په مخنیوي کې د مدني ټولنو او رسنیو رول، ټولنیز څار، د ټولګټو او د عامه خدمتونو پلټنه او څارنه او د عدالت غوښتنې سربېره د نورو ورته مهمو موضوعاتو په اړه روزنه ورکړل شوه.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه