کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۹): مسوولین وايي چې د کابل د څرخي پله زندان د شپږم او اووم بلاک د ځينو بندیانو ترمنځ په شخړه کې یو زنداني وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام رامنځته شوې او د یاد زندان د امنیتي ځواکونو په مداخله پای ته رسېدلې ده.
نوموړی وايي، ټپیان تر جدي درملنه او مراقبت لاندې دي.
د هغه په خبره، اوس وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، د زندان د چارو د تنظیم ادارې مسوولینو د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړې دي.
بایاني وايي، د پېښې په اړه نور جزیات وروسته رسنیو سره شریکوي.
Visits: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن