ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: د بهسودو پېښې عاملینو ته باید سزا ورکړل شي

صالح: د بهسودو پېښې عاملینو ته باید سزا ورکړل شي

author avatar
22 Mar 2021 - 18:07
صالح: د بهسودو پېښې عاملینو ته باید سزا ورکړل شي
author avatar
22 Mar 2021 - 18:07

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۰): د ولسمشر لومړي مرستیال د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د نظامي چورلکې غورځېدو پېښه کې د امنیتي ځواکونو وژل ښکاره جنایت بللی او وایي چې د دغې پېښې عاملینو ته باید سزا ورکړل شي.

دغه مطلب د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی دی.

صالح لیکلي: ((هغه شپه په بهسودو ولسوالۍ کې د هېچا پروړاندې هېڅ ډول عملیات نه و پلان شوي. د څلورو پیلوټانو او پنځو ځانکړو سرتېرو وژنه یو ښکاره جنایت دی، د دغه جنایت عاملینو ته باید جزا ورکړل شي.))

امرالله صالح ویلي چې هېڅکله د کوم قوم یا ډلې پرضد د هېواد زړورو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته هېڅ راز سري یا علني امر نه دی ورکړل شوی او نه به ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې وړاندې د ميدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه چورلکه را نسکوره شوه چې په پایله کې یې څلور پیلوټان او پنځه د ځانکړي ځواک سرتېري ووژل شول.

د دې چورلکې له رانسکورېدو څو ساعته وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د خبریال ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې نن بده ورځ ده او هغو کسانو ته دې چې دغه چورلکه یې راغورځولې، سخته جزا ورکړل شي.

په ورته مهال، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې علیپور د نامسوولو وسله والو نمونه دی چې تر خپل واک لاندې سیمو کې له خلکو په زور پیسې اخلي او حکومتولۍ ته اجازه نه ورکوي؛ نو یو باغي ګڼل کېږي.

د یوه راپور You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.