ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج او اوقافو وزارت: د سږ کال حج مراسمو برخليک تر اوسه نه دى معلوم

د حج او اوقافو وزارت: د سږ کال حج مراسمو برخليک تر اوسه نه دى معلوم

author avatar
1 Apr 2021 - 13:21
د حج او اوقافو وزارت: د سږ کال حج مراسمو برخليک تر اوسه نه دى معلوم
author avatar
1 Apr 2021 - 13:21

کابل (پژواک، ۱۲ حمل ۱۴۰۰): د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي چې لا هم د راتلونکي حج برخليک نه دى معلوم او نه هم سعودي په دې اړه کوم خبر ورکړى دى.

په نړۍ کې د کرونا وبا له امله تېر کال هم په سعودي عربستان کې د حج مراسم په ډېر محدود ډول ترسره شول او يواځې څو زره سعوديانو ته د حج مراسمو پر ځای کولو اجازه ورکړل شوې وه.

دا په داسې حال کې چې تر دې مخکې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په ميليونونو مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ګډون کاوه.

د افغانستان د ارشاد حج اوقافو وزارت وياند او د نشرانو رييس فضل محمد حسيني د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال د سعودي عربستان حکومت له اسلامي هېوادونو څخه پلاوي دغه هېواد ته غواړي، څو د حج مراسمو او نورو اړينو موضوعاتو په تړاو ورسره  خبرې اترې وکړي.

هغه زياته کړه چې دغه پلاوي په سعودي کې له خصوصي شرکتونو سره د ترانسپورټ، استوګنځای او خوړو په اړه قراردادونه کوي.

د حسيني په وينا، دغه راز اړوند هېوادونه د حاجيانو لېږد بهير، واکسین، الوتکې او نورو برخو کې کارونه هم پيلوي.

خو هغه وايي چې تر اوسه له افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو په دې اړه د سعودي حکومت له خوا هېڅ اړيکه نه ده نيول شوې او نه هم  هغوى تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه کړې ده.

د حج وزارت ویاند زياته کړه: ((نور تېرو کلونو ته په کتو سره بايد دغه بهير له روژې مخکې سر له اوسه پيل شوی واى، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي.))

د حسيني په وينا، داسې اندېښنې شته چې سږ کال به يو ځل بيا حج ونه شي او يا به هم په محدود ډول ترسره شي.

ده وویل، سره له دې چې وخت کم دی خو که بیا هم د سعودي عربستان هېواد په دې اړه پرېکړه وکړي، نو د افغانستان د حج اوقافو وزارت چمتو دی چې خپل کارونه ژر تر ژره ترسره کړي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير احمد جاوېد مجددي هم پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه د دغه هېواد حکومت د حج په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

هغه زياته کړه چې په سعودي کې د کرونا دويمه څپه کنټرول شوې وه او د ورځې يواځې لس- شل کسان پرې اخته کېدل، خو په وروستيو دوو اوونيو کې يو ځل بيا هره ورځ د کرونا ناروغانو شمېر سلګونو کسانو ته رسېدلی دی.

مجددي وايي: ((څو ورځې مخکې مې د سعودي د حج له وزير سره اړيکه نيولې وه، هغه ويل چې دوى د روغتيا وزارت پرېکړې ته منتظر دي.))

د نوموړي په وينا، لا نه ده معلومه چې دغه ځل به هم حج په محدوده ترسره کېږي، که له نورو هېوادونو څخه هم په محدوده توګه خلک را غواړي.

د افغانستان سفير وايي چې دى له سعودي چارواکو سره په اړيکه کې دی او له هرې نوې پرېکړې به هېوادوال په جريان کې کوي.

د يادونې ده، تر اوسه په سعودي عربستان کې ٣٩٠زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٦٦٦٩ کسان یې له امله مړه او ٣٧٨ زره کسان بېرته ترې روغ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د حج له پیل څخه تر اوسه ۴۰ ځلې د حج مراسم نه دي ترسره شوي، د راپورونو له مخې، پر بیت الله بریدونه،  سیاسي شخړې، وبا، سېلابونه او د حاجیانو پر قافلو او کاروانونو د غلو بریدونه د حج د نه ترسره کېدو لاملونه ښودل شوي دي.

Visits: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.