کندهار (پژواک، ۱۵ وری ١٤٠٠): امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې تېره شپه ځمکني او هوايي عملیات شوي چې په پایله کې یې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیي علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه امنیتي او دفاع ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو عملیاتو په پایله کې د پنځو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۷۵ وسله وال وژل شوي، ۱۲ ټپيان شوي او د هغوی وسلې، وسایط او مهمات له منځه وړل شوي دي.
د ملي امنیت صفر درې قطعې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۰ ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۷۰ وسله وال وژل شوي دي.
په یاده قطعه کې یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو د دوو چارج شوو هاموې ټانکونو او ۱۰ ځانمرګو بریدګرو په وسیله غوښتل د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي.
سرچینه وايي، دغه وسله وال د دې ولسوالۍ په تابین سیمه کې د افغان هوايي ځواک له خوا په نښه شول او د F16 . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن