ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شتمنۍ د ثبت او څېړنې ادارې د ۱۱ اوسنیو او پخوانیو چارواکو شتمنۍ اعلان کړې

د شتمنۍ د ثبت او څېړنې ادارې د ۱۱ اوسنیو او پخوانیو چارواکو شتمنۍ اعلان کړې

author avatar
5 Apr 2021 - 17:20
د شتمنۍ د ثبت او څېړنې ادارې د ۱۱ اوسنیو او پخوانیو چارواکو شتمنۍ اعلان کړې
author avatar
5 Apr 2021 - 17:20

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۰): د شتمنۍ د ثبت او څېړنې ادارې معلومات ښيي چې د یوولسو اوسنیو او پخوانیو چارواکو شتنمنۍ ثبت شوي چې لږ یې څه باندې ۴،۴ میلیونه او ډېره یې ۴۶۸.۵ میلیونه افغانۍ دي.

یادې ادارې تېره ورځ (د وري ۱۵مه) پر خپلې فسبوکپاڼې دغه معلومات خپاره کړي دي.

د دغو معلوماتو له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مخکیني وزیر نصیر احمد دراني ۴۶۸ میلیونه او ۵۴۳ زره افغانۍ، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مخکني وزیر غلام فاروق وردګ ۱۷۸ میلیونه  او ۹۸۰ زره افغانۍ، د پوهنې وزارت د سرپرستې رنګینې حمیدي ۳۲ میلیونه او ۶۱۱ زره افغانۍ او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل ۳۰ میلیونه او ۶۶۱ زره افغانۍ شتمني ثبت شوې ده.

دغه راز د سرچینې معلومات ښيي چې د ماليې وزارت مخکني وزیر عبدالهادي ارغندیوال ۲۲ میلیونه او ۷۸۱ زره افغانۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر ۱۲ میلیونه او ۴۰۰ زره، د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت مخکني وزیر سید حسین عالمي بلخي ۷ میلیونه او ۹۵۵ زره، د اوبو د تنظیم د چارو ملي اداري رییس خان محمد تکل ۷ میلیونه او ۷۷۲ زره، د سرحدونو او قبایلو چارو پخواني سرپرست محمد شفیق ګل اغا شېرزي ۵ میلیونه او ۲۷ زره، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي ۴ میلیونه او ۴۸۰ زره او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت مخکني وزیر لعل الدین اریوبي ۴ میلیونه او ۴۴۰ زره افغانۍ شتمني ثبت شوې ده.

یادې ادارې له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د دغو چارواکو نشر شوې شتمني وګوري او که څوک یې د نورو شتمنیو په اړه اضافه معلومات لري، نو له یادې ادارې سره دې معلومات شریک کړي.

Visits: 738

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.