کابل(پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۰): د ټولګټو وزارت وايي، د ترانسپورټي ټولنو، عامو خلکو او موټرچلوونکو له شکايتونو وروسته د فساد، په دندو کې د ناغېړۍ او د تشکیل د کموالي له امله د لويو لارو ۱۶۸ کارکوونکي له دندو ګوښه شوي.
د ټولګټو وزارت وزیر نجیب الله یمین نن پر خپلې فسبوکپاڼې لیکلي چې د ترانسپورټي اتحاديو، عامو خلکو او موټرچلوونکو له پرله پسې شکايتونو وروسته یې د څېړنې يو پلاوی وګوماره او د دغه پلاوي د څېړنو په پایله کې د یو شمېر کارکوونکو پر ګوښه کېدو پرېکړه وشوه.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې ځينې مامورین له دې امله هم ګوښه شوي چې په تشکیل کې بدلون راغلی او د دندو لایحه يې بدله شوې ده.
یمین پر فساد د تورنو یادو کسانو په اړه زیاتوي:"ياد کارکوونکي نه یوازې دا چې په رشوت اخيستنه متهم وو، بلکې سړکونو ته یې هم د دې فساد له کبله زیان اړولی و، چې زیات وزن لرونکو ترانسپورټي وسايطو ته یې پر سړکونو د تګ - راتګ اجازه ورکوله."
د ټولګټو وزیر ویلي چې د یوه راڼه بهیر له لارې به د ګوښه شويو کارکوونکو پر ځاى ډېر ژر هېواد ته ژمن مسلکي کسان په دندو وګوماري او تر څنګ به یې د تلو د ډیجیټل کېدو لپاره هم پوره هڅه کوي تر څو د فساد مخنیوی وشي.
وزیر د یادو کسانو شمېر څه باندې ۵۰ ښودلی، خو د وزارت ویاند خلیل الرحمن امید پژواک ته وویل چې ټول ۱۶۸ کسان له دندو لرې شوي دي.
هغه ونه ویل چې له یادو کسانو څو تنه د فساد په تور له دندې لرې شوي او څو تنو یې د تشکیل د کموالي له امله دندې له لاسې ورکړې دي، خو وایي، هغه کسان چې لاس په لاس په فساد نیول شوي، عدلي او قضايي ادارو ته هم ورپېژندل شوي دي.