ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اټرا د روشن شرکت د درېيو لوړپوړو کارکوونکو د ګوښه کېدو پرېکړه وکړه

اټرا د روشن شرکت د درېيو لوړپوړو کارکوونکو د ګوښه کېدو پرېکړه وکړه

author avatar
6 Apr 2021 - 19:08
اټرا د روشن شرکت د درېيو لوړپوړو کارکوونکو د ګوښه کېدو پرېکړه وکړه
author avatar
6 Apr 2021 - 19:08

کابل (پژواک ۱۷ وری ۱۴۰۰): د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي چې د روشن مخابراتي شرکت د سرغړونو، ناسمو معلوماتو وړاندې کولو او پورونو نه ورکړې له امله یې د یاد شرکت د درېيو لوړپوړو کارکوونکو ګوښه کېدو پرېکړه کړې ده.

دغې ادارې (اټرا) نن د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې روشن شبکې اټرا ادارې ته مالي او نور معلومات ناسم ورکړي او له ۱۳۷ زیات مخابراتي سایټونه -چې د اټرا ادارې تمویل کړي وو-  بند کړي چې له امله یې خلک له مخابراتي خدمتونو بې برخې شوي، دولتي عواید زیانمن شوي او لسګونه قراردادي شرکتونو ته هم زیان اوښتی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چي یاد شرکت د اټرا ادارې له یو میلیارد افغانیو ډېر پوروړی دی، د دولتي ادارو او نورو خصوصي کمپنیو پور هم ورباندې دی، خو بیا هم د اټرا ادارې د دوامداره غوښتنو، اخطاریو او جریمو له وضعه کولو وروسته یې مکلفیتونه نه دي ترسره کړي.

سرچینې لیکلي: "له همدې امله د اټرا بورډ د ۱۳۹۹ کال د کب ۱۹مې نېټې په شپېتمه ناسته کې پرېکړه کړې چې د روشن شرکت د درېیو لوړپوړو کارمندانو (اجرائیوي رییس کریم خوجه، مالي رئیس امتیاز اسماعیل او عملیاتي رییس شفیع شریفي) چې په متواتر ډول یې اټرا ادارې ته ناسم معلومات ارایه کړي، په ژمنو یې عمل نه دی کړی، له مسایلو سره یې غیر مسلکي چلند کړی دی، ځکه د اداري اعتماد وړ نه دي، سملاسي برطرفي."

په پرېکړه کې راغلي چې د روش شرکت پر بانکي حسابونو محدودیتونه -چې پر نړیوال لېږد او نقدو پیسو ویستو بندیز په کې شامل دی- لګول شوي، نړیوالو او ملي ادارو ته د مالي مرستو او عمده اجرااتو او چارو د مخته وړلو لپاره به شرکت نه معرفي کېږي، د اټرا ادارې له منسوبینو سره د شرکت د کارمندانو پر ملاقاتونو بندیزونه لګیدلي دي، خو یواځې د روشن شرکت له شریکانو او بورډ غړو سره د حل لارو د موندنې په موخه ناستې ممکنې دي او د شرکت بشپړ مالي پلټنه (تفتیش) به کېږي.

پرېکړه کې دا هم ویل شوي چې یاد شرکت به په یوه میاشت کې نوی اجرائیوي رییس، مالي رییس او عملیاتي رییس خپلې ادارې ته معرفي کوي، د شرکت ټول لوړپوړي کارکوونکي به په هېواد کې پاتې کېږي څو د شرکت اړوند مشکلاتو ته رسېدنه وشي او د دغې پرېکړې له اعلان وروسته به په ۱۵ ورځو کې شرکت اټرا ته ټول راپورونه ورکوي.

سرچینه وايي، روشن شرکت به خپلو قراردادي شرکتونو سره د هغوی پورونو ورکړې جدول جوړوي، اټرا ادارې سره به یې د اوو ورځو په دننه کې شریکوي او د شرکت شریکباڼي او بورډ غړي به د ستونزو وروستي حل لپاره ادارې ته په درېیو ورځو کې احضاریږي.

د پرېکړې له مخې، که د شرکت بورډ او شریکباڼي یادو مواردو ته رسېدنه ونه کړي، نو پر وړاندې به لاندې سخت ‎اقدامات وشي:

  • ټولو دولتي او نادولتي ادارو ته به د شرکت د عدم اعتماد مکتوبونه ولېږل شي.
  • د شرکت د مکتوبونو نه تسلیمول او طی مراحل به يې ودرول شي.
  • په ګمرکونو کې به د شرکت اړوند تجهیزات نه تشریح کېږي.
  • شرکت ته به د طیفي منابعو ترڅنګ هېڅ منابع نه ورکول کېږي.
  • د شرکت ټول بانکي حسابونه تړل کېږي.
  • د شرکت د جواز ځنډول یا لغوه کول.
  • او د شتمنۍ کنګل کولو پرېکړه به هم نیول کېږي.
login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.