ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي احصایې ادارې اداري رییس محمد اسماعیل سهاک وژل شوی

د مرکزي احصایې ادارې اداري رییس محمد اسماعیل سهاک وژل شوی

author avatar
7 Apr 2021 - 14:45
د مرکزي احصایې ادارې اداري رییس محمد اسماعیل سهاک وژل شوی
author avatar
7 Apr 2021 - 14:45

کابل (ده پژواک دوری ۱۸ ۱۴۰۰) امنیتي مسوولین وایي چې د مرکزي احصايې ادارې اداري رئیس محمد ااسماعیل سهار د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار شپږ نیمې بجې د پغمان ولسوالۍ اړوند د قلعه وزیر د تېلو ټانک ته څېرمه رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې په کابل کې یوې امنیتي سرچینې چې ویې نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي، پژواک ته وویل چې د سهاک مړی ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه پورې پر سهاک د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم په پغمان کې پر امنیتي منسوبینو دوو چاودنو کې څلور کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان وو.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.