ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پوهنتون په انګړ کې یو توغندی لګېدلی

د کابل پوهنتون په انګړ کې یو توغندی لګېدلی

author avatar
18 Apr 2021 - 17:52
د کابل پوهنتون په انګړ کې یو توغندی لګېدلی
author avatar
18 Apr 2021 - 17:52

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۰): د کابل پوهنتون په انګړ کې له معلوم لوري د راکټ مرمۍ لګېدلې چې مرګ ژوبله نه لري.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ماسپښن درې بجې د BM1 توغندي مرمۍ د کابل پوهنتون په انګړ کې لګېدلې ده.

هغه زیاته کړه چې د توغندي د ویشتل کېدو د ځای معلومولو په اړه پلټنې پيل شوې دي.

د هغه په ​​وینا، دغه توغندی د شرعياتو پوهنځي څنګ ته لګېدلی، چې له نېکه مرغه زیان او مرګ ژوبله نه لري.

تر دې دمه د دې راکټ د توغولو مسولیت چا پر په غاړه نه دی اخیستی.

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.