ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلکو کابل کې دوه ایرانیان د غلا په تور نیولي دي

خلکو کابل کې دوه ایرانیان د غلا په تور نیولي دي

author avatar
19 Apr 2021 - 17:47
خلکو کابل کې دوه ایرانیان د غلا په تور نیولي دي
author avatar
19 Apr 2021 - 17:47

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۰): سرچینې وايي، خلکو د کابل ښار احمدشاه بابا مېنه کې دوه ایرانیان او یو افغان له یو صراف نه د پیسو په غلا نیولي او تر وهلو وروسته یې پولیسو ته سپارلي دي.

احمدشاه بابا مېنه کې د صدیق الله خاکسار په نوم یوه صراف نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه اوونۍ وړاندې دوو ایرانيانو او یوه افغان ترې ۳۲۰۰ ډالره د پیسو تبادلې پر مهال غلا کړل، خو دی ژر پوه شو چې پیسې یې یادو کسانو غلا کړې دي.

هغه زیاته کړه چې یاد درې کسان ده او ورسره نورو کسانو خپلې صرافۍ ته څېرمه ونیول، ویې ډبول، خپلې پیسې یې ترې واخیستې او پولیسو ته یې وسپارل.

د عبدالقادر په نوم بل صراف وايي، کله چې دی له دغې پېښې خبر شو، ده هم پر یادو کسانو په حوزه کې عریضه وکړه؛ ځکه چې د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲۱مه د امیررضا په نوم یوه ایراني له ده هم  ۲۵ زره امریکايي ډالره غلا کړي وو.

د هغه په خبره، امیررضا هم له هغو کسانو سره و چې د خاکسار پیسې یې غلا کړي، خو په تېښته بریالی شوی دی.

عبدالقادر وايي، په ۱۳۹۷ کال کې یې هم کورنیو چارو وزارت ته عریضه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.