ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو له استازو سره کتلي

خلیلزاد په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو له استازو سره کتلي

author avatar
30 Apr 2021 - 15:41
خلیلزاد په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو له استازو سره کتلي
author avatar
30 Apr 2021 - 15:41

کابل (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۰): د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو له مرکچي پلاوو له استازو سره کتلي او د افغانستان سولې مذاکراتو بهير په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتو وخت اوږدېدو او استانبول ناسته کې د طالبانو له نه ګدون وروسته د خليلزاد لومړۍ ليدنه ده چې له دواړو لورو سره ترسره کېږي.

د امريکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایډن پرېکړې له مخې، ټاکل شوې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ د مې له لومړنۍ نېټې پیل او د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې بشپړه شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي ډلې نن (د غويي ۱۰مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې بهیر اړوند وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

سرچينه زياتوي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ځینو غړو په دوحه کې د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او په دې ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان سولې مذاکراتو بهير په هکله خبرې کړې دي.

يادې مذاکراتي ډلې ليکلي: «خلیلزاد د سولې مذاکراتو بهیر ګړندي ​کولو لپاره د متحده ایالتونو د اقداماتو په هکله خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د خپل هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.»

په ورته مهال زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند محمد نعیم هم پر خپله ټويټرپاڼه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.