ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان دوو اونیو لپاره له افغانستان سره پلې لارې تړي

پاکستان دوو اونیو لپاره له افغانستان سره پلې لارې تړي

author avatar
2 May 2021 - 21:51
پاکستان دوو اونیو لپاره له افغانستان سره پلې لارې تړي
author avatar
2 May 2021 - 21:51

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۰) : پاکستان اعلان کړی، چې له افغانستان سره لارې د پلي تګ راتګ کوونکو لپاره تړي.

په پاکستان کې د کرونا وبا د مخنیوي او څار ادارې اعلان کړی چې د مثبتو پېښو د زیاتوالي له امله له افغانستان او ایران سره خپلې پولې د ورتلونکو پياده مساپرو لپاره د می له پنځمې (چهارشنبې) ورځې بیا تر شلمې نېټې پورې تړي.

دغې ادارې لخوا نن د غویي په ۱۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې موده کې به بیا هم یادې پولې په دواړو هیوادونو کې د پاتې پاکستانيو وګړیو او جدي ناروغانو لپاره خلاصې وي.

سرچينې زياته کړې چې په دې موده کې په پاکستان کې مېشت افغانان کولى شي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

په پاکستان کې د کرونا وبا د مخنیوي او څار ادارې د خبرپاڼې له مخې له دواړو هیوادونو سره به يې یادې پولې د سوداګرۍ لپاره هم شپه او ورځ خلاصې وي.

پاکستان دغه اعلان تر هغه وروسته کوي، چې هلته د کرونا مثبتې پېښې او له کوويډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر تر بل هروخت زیات شوی.

پاکستاني چارواکي وايي، په ځينو سیمو کې يې د برازیل او سویلي افریقې د کرونا نوي ویروس هم موندل شوي دي.

چارواکي زیاتوي، وېره شته، چې د اختر په شپو کې بیا هم د کورونا پېښې نورې زیاتې شي، نو ځکه دوی یې د مخنیوي لپاره د می له اتمې بیا تر شپاړسمې پورې د ښارونو ترمنځ د مساپر ګاډو پر تګ راتګ به هم بندیز لګوي.

 

Visits: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.