Language

چارواکي: طالبانو لوګر کې د نجونو ښوونځي تړلي دي

پل علم (پژاوک، ١٦ غويى ١٤٠٠): د لوګر د پوهنې رياست مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې له شپږم تولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي چې له امله يې زرګونه کسان له زده کړو پاتې دي.

د لوګر د پوهنې رييس نثار احمد سعيدي د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې وسله والو طالبانو له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دغه ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

هغه وايي: ((طالبانو مرکز او ولسواليو کې د نجونو ٦٠ لېسې او متوسطې تړلي چې له امله يې زرګونه نجونې له زده کړو پاتې دي.))

نوموړی زياتوي چې طالبانو د ښوونځيو آمرينو او نورو ته د ټيلېفون او نورو لارو ګواښونه کړي چې ښوونځي ته به نه ورځي، له همدې امله ښوونځي تړل شوي دي.

سعيدي زياته کړه: ((د قومي مشرانو له لارې مې ډېر کوښښ وکړ چې دغه مشکل حل کړم خو تر اوسه نه دى حل شوى.))

دغه راز په دې اړه د مرکز کلنګار سيمې اوسېدونکي عبدالباسط پژواک ته وويل چې طالبانو د يو شمېر نجونو ښوونځي تړلي دي.

ده وويل: ((زموږ کلى د پل علم ښار په دوه کيلومټرۍ کې دى، طالبانو دلته هم د نجونو مکتبونه تړلي، يواځې زموږ له کورنۍ نه ٨ نجونې دي چې له زده کړو محرومې دي او په کور ناستې دي.))

همدارنګه د پل علم ښار د بي بي امنې لېسې يوې ښوونکې د نوم له اخيستلو پرته پژواک ته وويل، له يوې مياشتې ډېر کيږي چې ښوونځى يې د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوى دى.

دا وايي: ((ډېره د افسوس خبره ده چې په پل علم ښار کې دننه موږ د طالبانو له وېرې نه شو کولاى ښوونځي ته ولاړ شو.))

دغه راز د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې ولايتي اداره له ممکنه لارو هڅه کوي ترڅو په دغه ولايت کې د طالبانو له لوري تړل شوي د نجونو ښوونځي بېرته پرانيزي.

دى وايي: ((د طالبانو دغه ډول کارونه له ولس سره ښکاره دښمني ده.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې، خو تر دې وړاندې يې پژواک ته ويلي و چې تر شپږم تولګي پورې د نجونو له ښوونځيو سره دوى کومه ستونزه نه لري.

د يادونې ده چې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې وسله والو طالبانو په لوګر ولايت کې ټولې ديني مدرسې هم تړلې دي.