ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د کرونا ۱۱۴ تازه پېښې ثبت شوې او ۳ کسان یې له امله مړه دي

په هېواد کې د کرونا ۱۱۴ تازه پېښې ثبت شوې او ۳ کسان یې له امله مړه دي

author avatar
16 May 2021 - 17:14
په هېواد کې د کرونا ۱۱۴ تازه پېښې ثبت شوې او ۳ کسان یې له امله مړه دي
author avatar
16 May 2021 - 17:14

کابل (پژواک، ۲۶ غويى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۱۱۴ مثبتې پېښـې ثبت شوې او شپږ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۴۰۲ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ۱۱۴ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۶۳۵۹۸ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٣١ کابل، ۲۳  کندهار، ۱۲ هرات، ۱۱ بلخ، ۸ بامیان، ۷ غزني، ۶ -۶ هلمند او لوګر، ۴ ارزګان، ۳-۳ نورستان او کاپیسا ولايتونو کې ثبت شوې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳ تنه له کرونا مړه او ٢٩ تنه بېرته روغ شوي دي.

سرچينې ويلي، تر اوسه په هېواد کې ۲۷۴۵ کسان له کرونا مړه او ۵۴۶۸۶ تنه بېرته روغ شوي دي.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٦٢ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٣٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.